خبرهای مرتبط

جمع

افغان‌ها بزرگترین جمعیت پناه‌جویان در سراسر جهان

آژانس پناهجویان سازمان ملل در گزارش تازه خود اعلام...

کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی

افغان لوبډله به د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام...

هُشدار غنی: شکیبایی مردم افغانستان محدود است

اشرف غنی، رئيس‌جمهور پیشین کشور در پیام عیدی خود...

برنامۀ جهانی غذا: یک چهارم مردم افغانستان گرسنه می‌خوابند

برنامۀ جهانی غذا در آستانۀ فرارسیدن عید قربان گفته...

روز جهانی مبارزه با کار کودکان؛ اوچا: ۱۹ درصد کودکان افغانستان کارگر هستند

دفتر هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های بشردوستانۀ سازمان ملل متحد (اوچا) می‌گوید...

په تخار او کندوز کې چاودنو ۸تنه وژلي او ۱۲نور ټپیان کړي

د تخار او کندوز ولايتي چارواکو خبر ورکړې چې په دغه ولایتونو کي په دوه جلا چاودنو کی اته تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. د کندوز پوليسو د خبر له مخې په دغه ولايت کې د طالبانو په برید کي د امنيتي ځواکونو شپږ تنه وژل شوي.

د تخار ولايت سیمه‌ییزو چارواکو د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۱۶) اعلان کړې چې د دغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې پر يو موټر سايکل د ځاي په ځاي شوي بمب له کبله دوه تنه ولسي وګړي وژل شوی او ۱۲ نور ټپيان شوی دي.

د تخارد پوليسو وياند خليل اسیر دویچه ویله ته ویلي، چې دغه چاودنه د ګازو پلورنځي ته نږدی رامنځ ته شوې. د تخار پولیسو په خبره د دغه چاودنې په پايله کي د ګاز بالونونو هم اور اخیستې،چې د کلفګان ولسوالۍ په بازار کې له شلو ډير دوکانونه سوزيدلي.

په عین وخت کي د کندز ولایت چارواکو هم ویلي چې د طالبانو په یو بريد کي شپږ امنیتي سرتيرې وژل شوي. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ويلي چې تيره شپه شا او خوا اته بجې د کندوز په بندر کي طالبانو پر امنيتي ځواکونو او د دشت ارچي ولسوالۍ په خواجه غار سیمه کې بریدونه کړي، چې له کبله يې شپږ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوی. د مرادي په خبره په دغه نښتو کي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه پيښو مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دې اخيستې.

دغه نښتي او چاودنې په قطر کې د افغانستان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له پيل راهيسې رامنځ ته کیږې. تر اوسه د خبرو په بهیر کې پر اور بند او يا اور کم باندې کوم توافق نه دې شوې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق