خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د سولې خبرو کې د دریځونو د نرمښت اړتیا!

ټول افغانان خبر دي چې د سولې په هدف د افغانانو ترمنځ د خپلو لړۍ پیل شوې ده. که څه هم لا اصلي اجنډاوو باندې بحث نه دی پيل شوی، خو تمه کیږي چې دواړه لوری به ژر تر ژره اختلافي موارد حل او اصلي اجنډا باندې بحثونه پيل کړي.

اما د سولې د خبرو په دې ګرم بازار کې غواړو یوې خورا مهمې او حساسې موضوع ته د افغانان، بهرنیانو او د مذاکراتو د دواړو لوریو پام واړوو او د سولې دغه ماحول لا رنګین او دلپذیر کړو. دغه مهمه موضوع د دواړو خواوو په دریځونو کې نرمښت دی. هغه کې د جګړې په ډګر کې دی، که په مخامخ خبرو کې دی او که په مطبوعاتو او رسنیو کې دی.

زموږ په باور د جګړې ادبیات باید ورور کم او په پای کې بالکل له منځه یوړل شي، ځکه د جګړې ادبیات له کرکې او کینې پرته بل هیڅ هم نه شي زیږولی او د سولې له روانې پروسې سره هیڅ مرسته نه شي کولی. دواړه لوری باید د سولې د اړتیا په اړه فکر وکړي او د سولې روان بهیر یوې نتیجې ته ورسوي.

که د اوس په شان د سولې خبرې قطر کې او د جګړې ډګر په افغانستان کې او د جګړې ادبیات په رسنیو او مطبوعاتو کې تاوده وي، دا به له روان بهیر سره هیڅ ډول مرسته ونه کړي، بلکې ممکن د سولې خبرې له ننګونو او ماتې سره مخ کړي. تر اوسه د سولې هیڅ داسې تجربه نه ده لیدل شوې، چې د سولې له خبرو سره هم‌مهاله د جګړې ډګر هم تود او تر پخوا لا تود کړل شي.

په همدې خاطر پر افغان لوري او طالبانو تحریک غږ کوو چې لږ له خپلو کاذبو دریځونو راکوز شي او واقعیتونو ته په کتو فکر وکړي. د شل کاله جګړې نتیجه طالب، افغان دولت او بهرنیانو ته ثابته شوه چې په جګړه کلي نه کیږي. نو بیا د څه لپاره د جګړې ډګر تودیږي او د جګړې ادبیات او کرکې هم زیاتیږي؟

که چیرته جګړه د حل لار وای، نو بیا د سولې میز ته باید هیڅ نه وای ناست او تر هغو یې د وینې توییدو ته ادامه ورکړې وای، څو یو لوری په بشپړه توګه مات شوی وای او بل لوري د فتح اعلان کړی وای. نه! جګړه بنسبت ته رسیدلې او د سولې د خبرو وخت دی چې باید له دغې لارې روان بحران پای ته ورسول شي، چې له سوله ییزو خبرو پرته بل هیڅ شی هم ورسره مرسته نه شي کولی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق