خبرهای مرتبط

جمع

مراسم تشییع جنازۀ رئیس جمهور ایران به امامت رهبر این کشور برگزار شد

مراسم تشییع پیکر ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور پیشین ایران...

خطر فروپاشی منار جام بر اثر ریزش باران‌های اخیر

ریزش باران‌ها و سرازیر شدن سیلاب‌های پسین در ولایت...

بیش از یک ماه دیگر نشست دوحه دربارۀ افغانستان برگزار می‌شود

سازمان ملل متحد می‌گوید که بیش از یک ماه...

نخست وزیر هند مسلمانان در این کشور را نفوذی توصیف کرد

نارندرا مودی، نخست وزیر هند به تازه‌گی گفته است...

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

تاس آژانس: د امریکا او طالبانو بې مخینې نږدیوالي پاکستان وارخطا کړی

د روسیې تاس خبري آژانس د طالبانو په تړاو د ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې طالبان په بې مخینې توګه امریکا سره نږدې شوي او دې چارې پاکستاني چارواکي په ځانګړې توګه د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی ورخطا کړې ده.

 آژانس وایي که څه هم چې د سولې مذاکراتو پیل کې پاکستان د طالبانو او امریکایانو تر منځ منځګړیتوب کې کلیدي رول درلود، خو دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ډیر نږدې والي  پاکستاني چارواکي ورخطا کړي او په دې تشویش کې دي چې طالبان یې په بشپړه توګه له کنترول ونه وځي او په داسې څه بدل نه شي چې راتلونکې هڅې یې د پاکستان پر ضد شي.

آژانس وایي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په یو ډیر مهم سیاسي دفتر بدل شوی چې هره ورځ د سیمې او نړۍ مهم دیپلوماتان او استازي د طالبانو له مشرتابه پلاوي سره لیدنې کتنې کوي.

آژانس ته طالب مشرانو کې مهمو سرچینو دا هم ویلي دي چې استازي یې دې وروستیو کې له هندوستان سره په ګرمو مذاکراتو او لیدنو کتنو بوخت دي او طالبان هڅه کوي هند ته دا پیغام ورسوي چې دوی یې راتلونکي دوښمنان نه دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق