د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ په افغانستان کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره کتنه کې د سولې په ګډون پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه مفصلې خبرې شوي او له چین هیواد څخه په دې برخه کې د همکاریو غوښتنه شوې ده.
د هیواد مخکیني ولسمشر چین د افغانستان مهم ګاونډی او دوست یاد کړی او د افغانستان په مسایلو کې یې د یاد هیواد رول مثبت ارزول دی. کرزي ویلي چې افغانستان سولې ته خورا شدیده اړتیا لري او د دې وخت رارسیدلی چې په قطر کې د پیل شوي بین الافغاني مذاکراتو لړۍ یوې نتیجې ته ورسیږي.
په دې کتنه کې د چین هیواد سفیر ښاغلی وانګ یو له افغانستان سره د هر ډول همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان بحران باید له سیاسي لارو حل شي چې اوس ورته خورا ښه زمینه برابره شوې ده.