خبرهای مرتبط

جمع

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

د افغانستان۲۲ولایتونو کې تاوتریخوالی؛ حکومت او طالبان یو بل ته ګوته نیسي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو بریدونه، ماین چاودنې او په ټول تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند فواد امان وايي، په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده او د همدې جګړې عاملان هم طالبان دي: «طالبانو د خلکو د تمې خلاف تاوتریخوالی ډېر کړی. ترهګریز او ډله ییز بریدونه، ځانمرګي او چاودنې له بل هر وخت ډېر شوي دي.» خو طالبان بیا د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي پړه پرحکومت اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی اوس په دفاعي حالت کې دي او یوازې د مقابل لورې بریدونو ته ځواب ورکوي. هغه زیاتوي چې د افغان حکومت د بریدونو له امله خلک بې ځایه کېږي. محمد اشرف د روزګان ولایت د جګړه ځپلې ګېرزاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي، کله چې یې په کلیو او شاخوا سیمو کې جګړو زور واخیست، له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ډېرو لږ امکاناتو سره پلرنۍ سېمې پرېښودو ته اړ شو او کندهار ولایت ته یې پناه یووړه. د هغه په خبره مجبور شو چې پوله – پټي، کور د کلي خلک او هر څه پرېږدي او د یوه امن ځای په لټه کې شي.

خو محمد اشرف وايي چې اوس یې ژوند لا سخت شوی او د بې وزلۍ، بې کاري او د سر پناه نه لرلو له امله ځورېږي. د هغه په خبره، کله چې جګړه زیاته شوه ان ډېر سړي او ښځي په لوڅو پښو د کورنو پرېښودو ته مجبور شول او داسې ځایونو ته یې مخه کړه چې د نسبي ارام ژونده تمه پکې کېده.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت هم مني چې د جګړې له امله ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ له خپلو اصلي ځایونو کډه شوې دي. د دغه وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري بي بي سي ته ویلي، ښايي له رسمي شمېرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې وي او له همدې امله اوس هڅه کوي چې له بې ځایه شویو سره د مرستو پلان جوړ کړي. د کډوالو چارو وزارت معلومات ښيي چې په تېرو شپږو مایشتو کې له ۲۸ زره ډېرې کورنۍ له خپلو ځایونو بې ځایه شوې دي او په ټول کې دوه میلیونه کورني بې ځایه شوي لري.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۵زره کورنۍ د جګړې او تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوې دي. بې ځایه شوي تر ډېره په نږدې ښاورنو او په نسبي توګه امن کلیو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. حکومت وايي چې د تاوتریخوالي له امله له بې ځایه شویو سره د مرستو بهیر هم سخت اغېزمن دی.

وړمه شپه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد د سولې انسټيټیوټ ته په خبرو کې وویل چې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکی دی. هغه باور وښود چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په فشار به په قطر کې د مذاکراتو اصلي بحث د تاوتریخوالي کمښت وي او په دې برخه کې د پرمختګ غوښتونکي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق