خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

افسوس زموږ پر حال!

له کلونو راهسې زموږ هیواد د افراطي اډیولوژیو له امله په اور کې سوځی. له یوې خوا اخوانیان یا په عامه اصطلاح جهادي ډلې او ګوندونه او له بل لوري د شوروي پلوه نظامونو دغه هیواد د سکروټو په اور وتابه. د څلویښتو کلونو جګړو او ورانیو اصلي عاملین هم همدغه دوه ایډیولوژي ګانې او چپ او راست پلوه ډلې ټپلې دي. د همدغو لوریو د جګړو، شخړو او تضادونو له امله طالبان وزېږیدل او هیواد دغه حالت ته رسیدل دی. اما له دغومره دربدریو او نارواوو وروسته لا هم دواړه ایډیولوژۍ او پلویان یې ژوندي دي او خوځیږي. هم د کمونستي نظامونو او ایډیولوژیو پلویان موجودي اوهم د جهادي ډلو طرفداران په پوره قوت موجود دی.

د شنبې په ورځ ټاکل شوې وه د کابل د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان د مخکیني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د څلور ویشتم تلین د نمانځلو مراسمو ترسره شي، اما د یوشمیر جهادي ګوندونو او رهبرانو له امله دغه مراسم، نه یوازې دا چې ترسره نه شول، بلکې د دواړو لوریو د پلویانو ترمنځ شخړې او نښتې هم وشوې چې له امله یې خلکو ته د تاریخ تورې ورځې او ترخې خاطر بیا ور یاې شوې.

د دواړو لوریو پلویان لا هم په هماغه افراط او تشدد د یو بل پر وړاندې ودریدل او یو بل یې وغندل. دواړو لوریو د یو بل د ناروا او وطن ضد کړنو څخه پرده پورته کړه. د ډاکتر نجیب پلویانو اخوانیانو او مجاهدین وښکنځل او د وطن د خرابۍ اصلي عاملین یې وبلل او د حکمتیار او نورو مجاهدینو پلویانو بیا نجیب او د کمونیستي حکومتونو زمامداران او چارواکي د هیواد د خرابۍ او بربادۍ اصلي عاملان وبلل.

که څه هم په هیواد کې د شوروي د ملاتړو حکومتونو، ډاکټر نجیب، مجاهدینو، طالبانو او اوسنیو حکومتونو او چارواکو په اړه خلک تر ډېره اګاه دي او زموږ ټول خلک د دوی له کړنو پوره معلومات لري او د  تېرو څلویښتو کلونو د نظامونو، چارواکو او زمامدارانو په اړه قضاوت به هم پریږدم د تاریخ پاڼو ته چې څوک پر حقه او څوک ناحقه و او دا چې چا څه وکړل او چا څه ونه کړل، خو پرون ماته د هیواد پر حالت ژړا ځکه راغله چې موږ تر دې اندازې در په دره هم یو خو بیا هم په هغو پسې ولاړ یو چې زموږ هیواد یې له خاور سره خاورې کړ. په رښتیا مې زړه درد وکړ چې زموږ خلک لا هم په کومو مسایلو کې ګیر دي او لا یې هم د هیواد له مخکینیو جنګونو او بدبختیو څخه هیڅ هم نه دي زده کړي.

افغانانو ته په تېرو څه باندې څلویښتو کلونو کې یوه نظام او حکومت هم کار نه دی کړی. ټولو د هیواد د بربادۍ لپاره تر خپله وسه کار کړی. ځینو خو نه یوازې دا چې د ابادۍ په خاطر یوه خښته هم نه ده ايښې، بلکې د ورانیو لپاره یې چې څه له وسه شوي، ترسره کړي دي. د افغانستان تېر څلویښت کاله هیڅ بریالی او قهرمان نه لري، ځکه که ګټونکی که واقعاً موجود وای، افغانستان به هم دومره در په دره او محتاج نه وای.

له همدې امله وروستي نتیجه دا ده چې د افغانستان په وروستیو کلونو کې رامنځته شوي، ټول حرکتونه او خوځښتونه له ستونزو او مشکلاتو مالامال وو چې یوه هم ونه شوای کړای د افغانستان خلک په یوه داسې ټغر راټول کړي چې اوس ټول د یوه هدف لپاره کار کولی او افغانستان د بهرنیو له لاسوهنو او مداخلو په امان کې وای.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق