له کومې ورځې چې د امریکا متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې ده، په افغانستان کې د جګړې وضعیت هم بدل شوی. په دې معنا چې طالبانو جګړه خورا شدیده او پراخه کړې ده. نه یوازې دا چې د هیواد یوه زیاته اندازه خاوره یې تر کنټرول لاندې ده، بلکې هڅه کوي چې په خلکو کې هم ځان ته ځای پیدا کړي.
د کابل د څنګلورو ولایتونو له حالاتو داسې ښکاري چې طالبانو خپل بریدونه خورا زیات کړي او هڅه کوي چې د کابل ښار هم تر نفوذ لاندې ولري. د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې طالبانو اوس په هغه قوت فعال دي، په کوم قوت چې څو کاله وړاندې د دې ولایت په څنګ لورو ولایتونو کې وو.
اوس طالبان حتا د کابل ښار په څنډو کې هم کله نا کله راوځي او وخت ناوخته لارې نیسي. پعمان ولسوالۍ او د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اوسیدونکي د طالبانو تر سخت رواني فشار لاندې راغلي دي. دا ځکه چې د دغې ډلې جنګیالي په یادو سیمو کې عملا حضور لري او وخت نا وخت موټرونه او خلک تلاشي کوي هم. څه موده مخکې طالبانو ویډیو خپره کړه چې د قلعه حیدر خان په سیمه کې موټران تلاشي کوي او له موترچلوونکو او مسافرو پوښتي چې امارت خوښوئ که جمهوریت، هغه خلک هم له ویرې د طالبانو هره خبره تائیدوي او وايي چې امارت دې راشي.
له دې مقدمې مې هدف دا و چې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی. اصلاً د جګړې لوری بدل شوی او اوس طالبان نه یوازې دا چې ضعیف نه دي، بلکې د نظام د ړنګولو او د امارت د ټینګولو فکرونه لري. دغه ډله په وروستیو څلور پنځو کلونو کې دغه موقف ته ورسیده او آهسته آهسته د خلکو په زړونو کې ځان ته ځای لټولو هڅه کوي، چې که په حکومت کې فساد په همدې ډول دوام ومومي، لرې نه ده چې طالبان په ولسونو کې هم ځان ته ځای پیدا کړي.
دا چې طالبان راشي او د کابل ښار په ځنډو کې تلاشئ وکړي، عشرونه او مالیات ټول کړي، نو پاتې څه شول. همدا اوس هم د کابل ښار یو زیات شمیر تجاران او تجارتي مارکیټونه په پټه طالبانو ته مالیه او عشر ورکوي. دغه وضعیت د یادې ډلې د مالي بسیاینې لپاره خورا مهم دي. په نړیوالو رسنیو کې هم داسې راپورونه اوریدل کیږي چې طالبان په مالي لحاظ خپلواکۍ ته نږدې شوي دي، چې که دغه خپلواکي تر لاسه کړي، نو بیا ممکن وضعیت تر دې هم خراب شي.
زما هدف له دې لیکنې دا دی چې ولې زموږ حکومت دومره ضعیف او په کلک خوب ویده دی چې طالبان یې د پلازمینې د ښار په څنډو کې حکمروايي کوي. ولې دوی په سیاسي او نظامی ډګر دومره پاتې راغلل چې اوس امریکا تر دوی طالبانو ته ډېر ارزښت ورکوي. کله چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ طالبان کلک خلک یادوي، دا په خپله څه معنا لرلی شي؟ یعنې دا چې دوی دغو کلکو خلکو ته تسلیم دي او نو د دغو کلکو خلکو په چارو کې د مداخلې حق ځان ته نه ورکوي او په همدغو ملکو خلکو یې په زوره د دیموکراتیک نظام منلو هڅه وکړه، خو ویې نه مانه، نو مجبور دي چې ورسره جوړ راشي. ولې د افغانستان د حکومت مشرتابه د ټرمپ د یادو څرګندونو پر وړاندې غوڅ دریځ ونه نیوه او ولې یې دغه هیواده وضاحت ونه غوښته. ایا دولت مشران دومره هم ځان ټیټ احساسوي چې اوس ورباندې یوه جنګي ډله ډېر ارزښت لري؟
دا هر څه د ذهني ټیټوالي ښودنه کوي چې زموږ چارواکي په هر صورت کې د امریکا او نورو مرسته کوونکو پر وړاندې نه شي دریدای او مرستو یې سترګې ړندې، غوږنه ګاڼه او احساسات وژلي دي او یوازې د خپل څو ورځې قدرت د دوام په خاطر چوپه خوله دي، چې دغه وضعیت وژونکی دی.
ا . احمد