خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

سوله وکړئ، څو د بې‌کارۍ کچه ټیټه شي!

په افغانستان کې د نورو ناخوالو ترڅنګ بې کاري هم یو له سترو بحرانونو او ننګونو څخه ده. دمګړۍ په هیواد کې د بې کارۍ کچه خورا لوړه ده. سلګونه زره زده کړي ځوانان کار نه لري. په همدې ډول میلیونونه نالوستي ځوانان هم بې کاره دي او یا هم که کار لري روز مزد کار دی چې هیڅ درد یې نه شي دوا کولی. په هیواد کې د بې کارۍ عوامل خورا زیات دی. نا امنۍ، د صنعتي فعالیتونو کمښت، د بهرنیو مرستو لږوالی، په کور دننه د کاري زمینه نه شتون، بیروکراسي او داسې نور ګڼ عواملو سره لاس ورکړی او په هیواد کې د بې کارۍ کچه یې خورا لوړه کړې ده. بې کارۍ نه یوازې دا چې د کورنیو د اقتصادي او مالي وضعیت د خرابیدو لامل دی، بلکې د نا امنۍ په زیاتوالي کې هم مستقیمه برخه لري. بې کارۍ د ناامنۍ او نا امني د بې کارۍ لامل شوي دي او د هیواد د زیاتو ستونزو ریښه په همدغو دو مسایلو پورې اړوندیږي. نا امنۍ په هیواد کې د هر ډول اقتصادي ودې مخه ډب کړې ده. له ښارونو لرې په کلیو او ولسوالیو کې د انکشافي او پراختیاي پروژو نه پیلي کیدل او په ښارونو کې پراختیايي پروژو ته د زمینې نه شتون د دغه خراب وضعیت عوامل دي چې له یو بل سره یې مرسته کړې او وضعیت یې دغه ځای ته رارسولی دی. تر هغو چې ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې امنیت تامین نه شي او د ښار او اطراف ترمنځ واټن ختم شوی نه وي، د اقتصادي ودې او د بې کارۍ پای ته رسول ناممکن دی. موږ پوهیږو چې په کلیو کې که یو نیم اقتصادي او پراختیايي پروژه عملي کیږي هم، زیاته ګټه یې د دولت مخالفینو او وسله والو ته رسیږي او بې وزلو او اړمنو کسانو ته یې هیڅ ګټه هم نه رسیږي. په همدې خاطر یو ځل بیا د سولې د روانې پروسې د هرڅه ژر بشپړیدو او تکمیلیدو هیله کوو. او پر ټولو لوریو غږ کوو چې د خلکو له اقتصادي وضعیت څخه ځان خبر کړي او د بې کارۍ له امله د ځوانانو ځوریدل درک کړي او ژر تر ژره د سولې پروسه یوې نتیجې ته ورسوي، ترڅو زموږ ځوانان او هیوادوال له دغه بحرانه پخیر ووځي او نور له هیواد د ځوانانو تېښتې ته پلمه برابره نه شي او دغه انرژي د افغانستان په ابادولو او جوړولو باندې ولګیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق