خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

درنې چاودنې او سپینې خبرې!

په افغانستان کې ځانمرګې بریدونه او چاودنې که څه هم نسبتاً نوي پدیده ده، خو دغه زشته او غیر انساني او اسلامي پدیده دلته دومره بنسټیزه شوه، چې ممکن په تېرو دوه لسیزو کې د نورو نړۍ نیمايی ځانمرګي بریدونه په افغانستان کې ترسره شوي دي. دغه بریدونه په نوره نړۍ کې بیخي بیګانه او نفرین شوي دي، اما په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې له بده مرغه هره ورځ ځانمرګي، چاودنې او موټربمونه تر سره کیږي او له امله یې تر ټولو زیات زیان مسلمانو انسانانو ته ور اوړي. 

په هر صورت، په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیلیدو سل مل داسې هیلې هم راوټوکیدې چې د ځانمرګو، موټربمونو، چاودنو او بمونو لړۍ به نوره د تل لپاره پای ته ورسیږي. په لومړي سر کې افغانان په دې هیله وو چې ممکن په یوه دوه میاشتو کې به د باردو لوګي او هر ډول بریدونه لکه پخوا بیرته نا اشنا شي، اما له بده مرغه دغه هدف تر لاسه نه شو او لا هم په کابل او ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هوايي عملیات کیږي، چې د دغه وضعیت دوام خلک اندېښمن او پر راتلونکې بې باوره ساتلي دي.

که څه هم په قطر کې د سولې مخامخ خبرې پیل شوي دي او د دولت او طالبانو استازي هره ورځ یو بل سره ناستې کوي او د حل په لارو چارو غږیږي، اما زړونه دومره سخت شوي چې د سولې خبرو له دوام سره سره، پر اوربند لا هم د سلا کیدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي او دواړه لوری د اوربند موضوع ته هیڅ توجه هم نه کوي.

پرون د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې درنه او خونړۍ چاودنه شوې چۍ په کې تر پنځوسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه برید کې بیا سلګونه کسان د غم په ټغر کېنول شوي او سلګونه نورې کورنۍ دردول شوي دي. دا یوازینۍ برید نه دی چې د سولې خبرو په جریان کې تر سره شوی، بلکې لسګونه او سلګونه واړه او ستر بریدونه په دې خاوره کې شوي دي چې له امله یې لسګونو زره ملکیانو، نظامیانو او طالب جنګیالیو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دغو بریدونو او خونړیو بمبارونو یوازې افغان او افغانستان ته تاوان رسیږي. هیڅ بل لوری تاوان نه کوي. امریکایانو خو عملاً ځان له هر ډول برید څخه خوندي کړی او که په اوس وخت کې د هیواد هر ګوډ ته سفر وکړي، ممکن امنیت یې هم د طالبانو له لوري ونیول شي، اما اساسي مشکل د افغانانو دی چې د دې جنګ اصلي قرانیان دي او له بده مرغه چې د امتیازاتو پر مهال بیا د همدغو اصلي قربانیانو قربانیو ته کتل کیږي هم نه. په همدې پلمه یو ځل بیا پر طالبانو، حکومت او بهرنیانو باندې کوم چې د خدای روی وګوري او نور د خپلو پلیتو موخو لپاره د افغانانو ویني دومره بې ارزښته نه کړي.  نور دې د خلکو له بې وسۍ غلطه استفاده نه کوي، بلکې د سولې د خبرو پر میز دې لومړی تر هرڅه مخکې د اوربند یا که امکان نه لري پر اورکم دې لومړبی سلا وکړي او وروسته دې اوربند ته داخل شي، ترڅو هیواد له دغه بدبخت وضعیت څخه وژغورل شي.

امیرمحمد

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق