خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

مذاکراتي پلاوی: طالبان زموږ پر وړاندیزونو غور کوي

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وايي، چې مقابل لوری د دوی پر نظریاتو غور کوي. د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یوه غړې وايي، چې په مذاکراتو د اختلاف موارد نه دي حل شوی، خو معمول دی هغه نظرونه چې طرفینو ته د منلو وړ نه وي، د حل لپاره یې وخت ته اړتیا وي او د اوس لپاره مقابل لوری د دوی پر نظریاتو غور کوي.

د دې هیات ځینې غړې وايي، خپل نظرونه او طرحې یې مقابل لوري ته سپارلي چې د هغوی ترمنځ په تړاو یې مجلسونه روان دي، چې توافق ته د رسیدو لپاره بیرته خپل نظریات له دوی سره شریک کړي.

د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم غړې شریفه زرمتي وايي: «په مذاکراتو کې دا معمول ده‎، ځینې وختونه هغه نظرونه چې یو بل ته د قبول وړ نه وی، په هغه باندې ورځې تیریږي، ترڅو په هغه باندې دواړه لوري بحث وکړي، خبرې وکړي، هغه ته د حل لاره پیدا کړي. موږ د دوه مادو لپاره پیشنهادونه او وړاندیزونه ورکړي دي او طبعاً د طالبانو ټیم به په همدې باندې کار کوي او یا به ورته نورې لارې چارې سنجوي، ترڅو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړي.» 

که څه هم طالبان په خپل دریځ باندې ټینګار کوي، خو ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي چې له افغان دولت سره د سولې د توافقنامې تجربه لري، په مذاکراتو کې د درېیمه ګړي مرجع شتون لازمي بولي چې د بنبست د حل لپاره کار وکړي.

د حزب اسلامي ګوند غړی حفیظ الرحمن تقی کابل نیوز ته وايي: «د بنبست د حل لپاره د بنبست د ماتیدو لپاره مرجع نه شته، د افغانستان د خلکو تشویش هم له همدې امله و، چې که په دوحه کې بنبست رامنځته کیږی، کومه مرجع کولی شي چې د بنبستونو د ماتیدو لپاره ګام پورته کړي. دا د افغانستان خلکو تشویش دی، تر هغو چې د مذاکراتو رویکرد تغییر ونه کړي، د بنبستونو د حل لپاره تر اوسه خاص مسیر نه لیدل کیږي.»

د ملی شورا غړي په مذاکراتو ځنډ اندېشمنوونکی بولي او له دواړو اړخونو غواړي چې دغه کار په افغانستان کې جګړه لا پسې غځولی شي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق