د ولسمشر غني او د مصالې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ له اختلافاتو سره که څه هم افغانان پوره اشنا دي او پوهیږي چې دواړه به کله هم سره جوړ رانه شي، خو په وروستیو کې د دواړو ترمنځ د سولې پر مسایلو هم سیالۍ هم پیل شوي دي. ولسمشر غني د سولې په چارو کې د عبدالله عبدالله دومره فعال رول نه شي زغملی او لکه څنګه یې چې د سیاسي هوکړې په عملي کیدو کې ورسره همکارۍ نه دي کړي، اوس یې هم هڅې پیل کړي چې په دغه برخه کې د عبدالله د پرمختګ او لاسته راوړڼو مخه ونیسي.
څه موده مخکې د پاکستان د آی ایس ای مشر اسد دراني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې له سولې وروسته د غني رول صفر دی، خو بر عکس د ډاکټر عبدالله په ګډون د یو شمیر سیاسي مشرانو د قوي رول یادونه یې هم کړې وه. په همدې ډول پاکستان ته د عبدالله سفر او هلته ترې تود هرکلي ولسمشر غني هم اندېښمن کړی او هم یې وارخطا کړی چې نه پوهیږي په دې حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې څه وکړي، څو د سولې د بهیر له جریاناتو لرې پاتې نه شي.
په همدې خاطر یې د پاکستان صدر اعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه. اوس هم کویټ او دوحې ته د دې په خاطر نه دی تللی چې د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول ترسره کړي، بلکې هڅه کوي چې هلته د دواړو ټیمونو د خبرو له پوره جزئیاتو او په ټوله کې د افغانستان د راتلونکې په له نورو عمومي موضوعاتو هم ځان خبر کړي، چې که یې قدرت په خطر کې وي یا هم بله کومه برنامه موجوده وي، چې د سولې د مسیر د بدلولو او یا هم مخالفت لپاره تازه پلانونه مطرح کړي.
خو دا ځل به ولسمشر غني ډېر وخت ونه لري، ممکن امریکا د افغان سولې په برخه کې د خپلو پلانونو په اړه د غني د پوهولو لپاره نوې لاره غوره کړې وي او کیدای شي د قطر هیواد د مشرانو له طریقه ولسمشر غني وپوهوي چې امریکا نور په افغانستان کې د جګړې هیڅ ستراتيژي نه لري او که هر ډول کیږي باید د سولې په اړه یوه لار ورسره ونیسي، ځکه تر اوس هم امریکایانو لکه څنګه چې غواړي غني وپوهوي، هغه کار نه دی شوی او لا هم ولسمشر غني نه غواړي چې د سولې په برخه کې د امریکا پر ستراتيژیو او پلانونو سر خلاص کړي.