خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

د امریکا ۱۹ کلنه جګړه؛ افغانستان کې تر اوسه ۲۴۰۰ امریکایي عسکر وژل شوي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د نظامي حضور پوره ۱۹ کاله تېرېږي. د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه چې په میلیاردونو ډالر پرې لګول شوي د امریکا لپاره ډېره درنه تمامه شوې ده. دراپورونه وایي چې امریکا افغان جګړه کې یو تریلیون ډالر مصرف کړي او دغه راز یې ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

په دې جګړه کې تر ټولو ډېر زیان افغانانو ځانګړې توګه ملکي کسانو لیدلی دی. طالبانو افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن حضور په اړه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې امريکا یې په ۲۰۰۱م کال کې د دیپلوماسي غوښتنې په ډېر غرور او ناغیړې رد کړې وې او پر ځای یې خونړي اشغال ته دوام ورکړ چې په زیان یې تمام شوی دی.

د یادونې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې میاشتې پورې امریکایي عسکر په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق