د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر اندرس ون برانت سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی او دواړو لوریو د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو مفصلې خبرې اترې کړې دي.