خبرهای مرتبط

جمع

مشکلات مهاجرین افغان در ایران؛ عدم پرداخت حقوق کارگران افغان توسط شهروندان این کشور

مهاجران افغان در ایران حکایت از برخورد نامناسب مردم...

هغه ورځ چې آلمان کې د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې وي

په آلمان کې د دغه هېواد د بیا يووالي...

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د...

محرومیت بیش از یک‌میلیون مادر و کودک از کمک‌های غذایی در افغانستان

برنامۀ جهانی غذا در گزارشی اعلام کرد بیش از...

یک‌ساله‌گی حمله بر آموزشگاه کاج

روز گذشته (8 میزان) مصادف بود با یک‌ساله‌گی حمله...

خلیلزاد دوحه کې له مرکچي پلاویو سره کتلي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو سره وکتل. سرچینې وايي په ډېر احتمال سره ښایې د افغان حکومت پلاوی هیله لري چې ستونزې به تر یوې او دوو ورځو پورې هوارې شي.

د خلیلزاد، قطر او د افغان سولې د بهیر د ملاتړو هېوادونو هڅې د سولې خبرو لپاره د بندون ماتولو لپاره روانې دي. سرچینې طلوع نیوز ته ویلي، چې د اوسني بندونه د وتو لپاره څو تازه غوراوي وړاندې شوې دي او اوس هر څه د طالبانو دریځ پورې تړاو لري.

کابو یوه میاشت کېږي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو سره ناندرې کوي. د یادې مودې تېرېدو سره د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلاره کې د نظراختلاف مذاکراتي پلاوي هوکړې ته له رسېدو راګرځولې دي او د مذاکراتو کړنلاره تایید شوې نه ده.

د مذاکراتو د کړنلارې د جوړېدو په هکله پر دوه ټکو کې اخلاف دی؛ لومړی دا چې طالبان وايي که چېري د مذاکراتو په لړ کې اختلاف رامنځته شي؛ حل لاره یې باید په حنفي فقه کې ولټول شي او دویم دا چې طالبان ټینګار کوي چې د افغانانو تر منځ د مذاکراتو بنسټ باید له امریکا سره د دوی تړون وي.

اوس د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له دغو دواړو مسالو سره مخالف دی او هرې یوې ته بدیلونه لري. د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو کړندلاره په داسې حال کې په څه کم یوې میاشت کې بشپړه شوې نه دع چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په څو میاشتو کې پایلې ته د دې بهیر د رسېدو غوښتونکی دی او وایي چې په دې بهیر د کلونو تېرېدل نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق