خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

قطر کې سوله؛ هلمند کې جګړه!

په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو په هدف د چلنلارې د جوړیدو پرسر بنبست دیرشمې ورځې ته ورسید، چې تر اوسه هم دواړه لوري له خپلو دریځونو نه دي په شا شوي، په داسې حال کې چې په هلمند کې بیا د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو توده او خونړۍ جګړه پيل شوې ده. دواړو خواوو ته درانه تلفات او عامه تاسیساتو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

په قطر کې بنبست او په هلمند کې خونړۍ جګړې ثابتوي چې د سولې لپاره لا هم هوډ نه شته او لا هم دواړه خواوې د وینې تویولو ته لومړیتوب ورکوي او دا ثابتوي چې موږ د سوله له خبرو خورا لرې یو. ځکه که چیرته د سولې لپاره واقعاً هوډ موجود وای، نو بیا به دومره په شدت جګړه نه کیدله او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره به د یو بل پر وړاندې ټوپک میلونه نه وای اړولي.

دلته سوال دا پیدا کیږي چې د سولې خبرې ولې په دغه شان حالاتو او وضعیت کې روانې دي؟ د دولت او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي، خو پړه یې دولت پر طالبانو ور اچوي او طالبان یې پر دولت ور چوي، اما د دوی د دغه شان کړنو تاوان یوازې ملت ته رسیږي. یوازې همدا د هلمند په دوه ورځنۍ جګړه کې میلیونه ډالره تاوان افغانستان ته اوښتی. په همدې ډول په دواړو خواوو کې چې خلک وژل کیږي، د افغانستان بې چاره میندو او پلرونو ته تر بل هر چا زیات تاوان اوړي، ځکه خپل اولادونه له لاسه ورکوي.

سوله په دې شان وضعیت کې هیڅ امکان نه لري. تر هغو چې د سولې لپاره قوي اراده او رښتینی نیت نه وي موجود سوله به همداسې په قطر کې قفل وي او دلته به بیچاره افغانان وژل کیږي. سوله قرباني غواړي، سوله ګذشت غواړي او سوله وطندوستي او اسلام دوستی غواړي، په دې ډول چې سوله روان کړل شوې ده، په هیڅ صورت هم نتیجه ته نه رسیږي. یوازې د وخت ضایع او د افغانانو د زیاتو کورنونو درپه دره کول دي.

په همدې پلمه د سولې خبرو له دواړو لوریو غواړو چې د خبرو پر میز سره سلا شي او له داسې حملو، بریدونو او چاودنو مخنیوی وکړي چې د مرګ ژوبلې، وراني او کرکې د لا زیاتیدو سبب کیږي. که په جګړو او ورانیدو سوله راتلی، نو دا تیر شل یا څلویښت کاله به راغلې وای، اما لیدل کیږي چې نه تر هغو چې ګذشت نه وي او افغان لوري د افغانستان او اسلام پر نوم سره راټول نه شي او سالم فکر ونه کړي، سوله په هیڅ صورت نه راځی او د قطر او خلیلزاد کیسې هم مفتې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق