خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

سرچینه: امریکا په مشروط ډول طالبانو ته د حکومت انتقالولو منلي

د امریکا او طالبانو ترمنځ په پټه هوکړه کې طالبانو ته په مشروط ډول د حکومت د انتقال خبره شوې. د واشنګټن شرط دا دی چې طالبان به د امریکا ګتې ساتي.

د سولې له خبرو یوه باخبره او په قطر کې میشت طالب چارواکي کابل نیوز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې راغلي چې که د دوحې د موافقتنامې پر اساس بین الافغاني خبرې بریالۍ نه شوې، نو امریکا به مرسته کوي او دې ته به زمینه برابروي چې واک طالبانو ته انتقال شي او طالبان به یې په بدل کې د امریکا ګټې خوندي کوي.

یادې سرچینې ویلي: «د طالبانو او امریکا په پټه هوکړه کې راغلي که د دوحې د توافقنامې پر اساس بین الافغاني خبرې بریالۍ نه شوې، نو امریکا به مرسته کوي او زمینه به دې ته برابروی چې قدرت طالبانو ته انتقال شي، خو د امریکا شرط دا دی چې طالبان به د امریکا شرط مني.»

سرچینه وايي چې طالبان اوس د دوحې په خبرو کې خنډونو ته په کتو امریکایانو ته ویلي چې په خپلې دغې ژمنې عمل وکړي او واک طالبانو ته انتقال کړي، ځکه حکومت نه غواړي د دوحې د توافق پر اساس د بین الافغاني خبرې پیل کړي او په دې لاره کې ستونزې جوړوي.

د یاد طالب چارواکي په خبره، امریکا په دې مسئله کې له طالبانو دوه میاشتې وخت غوښتی او ویلي یې دي چې په دغه وخت کې به د دوحې د هوکړې پر اساس بین الافغاني خبرې پیلیږي او یا به هم دوی د اشرف غني له حکومت څخه ملاتړ قطع کړي.

سرچینې زیاتوي: «طالبانو اوس د دوحې په خبرو کې رامنځته شویو خنډونو ته په کتو امریکایانو ته ویلي چې په خپلې دې ژمنې عمل وکړي او واک طالبانوته انتقال کړي، ځکه حکومت نه غواړي چې د دوحې د توافق پر اساس بین الافغاني خبرې پیل کړي او په دې برخه کې ستونزې جوړي، امریکا په دې هکله له طالبانو دوې میاشتې وخت غوښتی او ویلي یې دي په دې وخت کې به یا د دوحې د هوکړې پر اساس بین الافغاني خبرې پیل شي او یا به دوی د غني له حکومت ملاتړ بند کړي.» د چارو شنونکي وايي، چې امریکا د افغانستان په قضیه کې د خپلو ګټو پر اساس عمل کوي او ښايي له طالبانو سره یې په پټه هوکړه کې طالبانو ته په مشروط ډول د حکومت انتقالولو او له اشرف غني څخه د ملاتړ اخیستلو ترڅنګ نور موارد هم شامل کړي وي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق