خبرهای مرتبط

جمع

افغان‌ها بزرگترین جمعیت پناه‌جویان در سراسر جهان

آژانس پناهجویان سازمان ملل در گزارش تازه خود اعلام...

کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی

افغان لوبډله به د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام...

هُشدار غنی: شکیبایی مردم افغانستان محدود است

اشرف غنی، رئيس‌جمهور پیشین کشور در پیام عیدی خود...

برنامۀ جهانی غذا: یک چهارم مردم افغانستان گرسنه می‌خوابند

برنامۀ جهانی غذا در آستانۀ فرارسیدن عید قربان گفته...

روز جهانی مبارزه با کار کودکان؛ اوچا: ۱۹ درصد کودکان افغانستان کارگر هستند

دفتر هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های بشردوستانۀ سازمان ملل متحد (اوچا) می‌گوید...

د هلمند جګړه؛ یوناما: جګړې ۳۵ زره کسان بې ځایه کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، د هلمند درې ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده. هلمند کې د جګړې له دوام، سره هم‌مهاله د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخوي.

نوموړی وايي: «که د تاوتریخوالي کچه لوړه شي یا د اوږد مهال لپاره دوام وکړي، د دولتي مذاکراتي ټیم پر عمومي افکارو به هم فشار زیات شي. نور د جګړې او تاوتریخوالي دوام د خلکو لپاره د منلو او زغملو وړ نه دی.» له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هلمند لښکرګاره شاوخوا او د هلمند په درېیو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د هلمند ولایت پېښو په وړاندې مبارزې ریاست وايي، په دې ولایت کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده اداره وايي، د جګړو له امله د زیانمنو او بې ځایه شوو کورنیو سروې روانه ده. په همدې مهال، د افغانستان د دفاع وزارت وايي، مرستیال دفاع وزیر اسدالله خالد د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هلمند ته تللی او د امنیتي پلان په اړه له ځايي چارواکو سره پر خبرو بوخت دی. په دې تاوتریخوالي کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه وګړي بې ځایه شوي دي.

که څه هم د هلمند روانه جګړه کې د ولسي مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان شوې، خو نا دولتي سازمان ایمرجنسي چې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو د اړوندو روغتونونو او کلینیکونو چارې مخته وړي، بي بي سي ته ویلي، د جګړې یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۷۰ ټپیان ددغه سازمان اړوند ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او کابو لس کسان مړه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي، هلمند کې د تېرې درې ورځنۍ جګړې له امله تر ۳۵ زره کسان بې ځایه شوي دي. د دې ادارې په ټوېټ کې هم د هلمند جګړې یادولو سره پر افغان ځواکونو او طالبانو غږ شوی چې د ولسي وګړو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي: «خلکو ته له سیمې د وتلو خوندې لارې پرېږدئ. د ملګرو ملتونو ډلې د مرګ ژوبلې رپوټونو پر کره والي او له ښکېلو لورو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د دریدېو لپاره د ملاتړ په ترلاسولو کار کوي.»

په هلمند کې د جګړې له تودېدا سره، په افغانستان کې د امریکا، کاناډا، او د اروپايي ټولنې سفیرانو د هلمند د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د کاناډا سفیر ډیوېډ متکلف پر ټوېټر لیکلي: «پر لښکرګاه او ځینو نورو سیمو د طالبانو بریدونه بشپړ د نه منلو دي. افغانان څنګه کولی شي د سولې په اړه پر طالبانو باور وکړي، حال دا چې دوی د ډېرو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېږي؟»

هغه قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشاره طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «په خبرو مذاکره وکړئ- نه په تاوتریخوالي! همدا اوس تاوتریخوالی پای ته ورسوئ.» په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د هلمند جګړه غندلې ده. نوموړي ویلي، هلمند کې د طالبانو بریدونه باید یوازې ونه غندل شي، بلکې د درولو پر وړاندې یې اقدام هم وشي.

بي بي سي لیکي چې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن هم پر ټوېټر لیکلي، دا تاوتریخوالی نه یوازې خلکو ته د منلو نه دی، بلکې ویجاړي رامنځته کوي. دی وايي، تاوتریخوالی باید ودرول شي چې ټولې غاړې د تلپاتې سولې لپاره خپل یون چټک کړي. د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون ځینو افغان چارواکو هم په هلمند او د هېواد په نورو سیمو کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق