په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، چې په مذاکراتو کې د رامنځته شوي بنبست د ماتولو لپاره د دوی وړاندیزونه نه دي منل شوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ نن ټکی اسیا ته ویلي چې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره دوی په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام د رامنځته کیدو وړاندیز کړی، خو په وینا یې مقابل لوری یې لاهم په خپل دریځ ټینګار لري: «د دې لپاره چې دغه مشکل حل شي، بیا مو بل وړاندیز ورته وکړ، هغه داچې د دوحې تړون پر اساس د اسلامي احکامو د تطبیق او د نوي اسلامي نظام خبره موږ په کې اضافه کړه، خو هغه یې هم ونه منله.»
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړي بیا په دې برخه کې رامنځته شوي ستونزې حل ته خوشبین دي او وايي د دواړو لوریو ترمنځ له عمومي ناستې وروسته تمه ده چې د مذاکراتو طرزالعمل ژر نهايي شي: د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح کابل نیوز ته ویلي: «د افغانستان د سولې مذاکرات چې په وروستیو څو ورځو کې سست وړاند تلل، خو په وروستیو دوه ورځو کې په نورمال ډول ادامه لري، د تماس ډلو خپلې ناستې کړي دي، موږ پرون یوه عمومي ناسته درلوده، روحیه ښه وه، هیله مند یو چې طالبان د افغانستان اوسني عیني واقعیتونه درک کړي، او اختلافي ټکو ته چې تر اوسه هم پای ته نه دي رسیدلي، هغه پای ته ورسوي او موږ وکړای شو چې خبرو ته په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالی د پای ته رسیدو لپاره ادامه ورکړو.»