خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

د هلمند جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي دي

هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځي، چارواکي وایي چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان او تر لس زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند والي یاسین خان رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې له پیله تر اوسه ۳۰۰ وسله وال طالبان، ۳۰ امنیتي سرتېري او لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په همدې موده کې تر لس زره ډېر ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي او اوس مهال په ډېر بد وضعیت کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

یاسین خان زیاته کړې، طالبانو د لښکرګاه ښار او شاوخوا ځینې سیمې په ماینونو پوښلې او دې چارې د دوی په ګډون ملکیان هم سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی، خو د سیمې اوسېدونکو بیا ویلي چې طالبان لا هم د ښار پر شاوخوا کنټرول لري او جګړه په شدت سره روانه ده. په عین حال کې د د۲۱۵میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي په‌خپله یوه ویډیو کې دعوه کړې ده چې دهلمند جګړه کې د وژل شوؤ ۸۵ طالب وسله والو مړي کوټي ښار ته وړل شوي دي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق