خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

اتمر وايي، د راتلونکي حکومت مشرۍ لپاره د طالبانو د خوښې وړ کس سره یې نه دي لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، محمد حنیف اتمر هغه راپور بې بنسټه وباله چې ګني د افغانستان راتلوکي حکومت مشرۍ لپاره د طالبانو د خوښې وړ کس یې لیدلي دي.  دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کې د کابل چاپ (راه مدنیت) ورځپاڼې د افغانستان د راتلونکي حکومت مشرۍ لپاره د امریکا او طالبانو د نظر وړ کس او له هغه سره د حنیف اتمر لیدنې په اړه یوه مقاله خپره کړه.

ورځپاڼې لیکلي چې خلیلزاد او طالبانو راتلونکي حکومت لپاره د احمد شاه دراني پر ټاکلو سلا شوي دي. د مقالې په حواله احمد شاه درانی په امریکا کې اوسیږي او د لنډ وخت لپاره دوبۍ ته ورغلی او هلته یې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمیر استازو او د عطا محمد نور، یونس قانوني او حنیف اتمر په ګډون له ځینو نورو افغان او بهرنیو چارواکو سره لیدنې پيل کړي دي.

یک تلویزیون لیکي چې احمد شاه درانی په افغانستان کې زیات پیژندل شوی کس نه دی. خو پخواني ولسمشر حامد کرزي غوندې د دې ترڅنګ چې امریکا کې ژوند کوي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاتې شوی، د یوه خان زوی دی او جهادي مخینه هم لري. په رپوټ کې ویل شوي چې د ایران، سعودي عربستان او عربي اماراتو چارواکو هم له دغه کس سره لیدلي او ځيني نور سفارتونه یې په اړه پلټنې کوي.

بله‌خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، نعیم وردک هم نن شنبه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دوی مرکچي پلاوي غړي شهاب الدین دلاور پرون له عبدالستار سیرت، زرغون شاه شینواري او احمد شاه دراني سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي. د معلوماتو له مخي عبدالستار سیرت هم هغه کس دی چي په ۲۰۰۱ کال کې د بن په ناسته کې د حامد کرزي ترڅنګ د افغانستان لنډمهاله حکومت مشرۍ لپاره نوماند و.

خو بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې له احمد شاه دراني سره د حنیف اتمر د لیدنې ادعا دروغ، بې بنسټه او د تاسف وړ بللې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې هیواد کې د با عزته او دوامدارې سولې ټینګښت یوازې د افغانستان د اساسي قانون له لارې او د اسلامی جمهوریت پر بنسټ ممکن دی. بهرنیو چارو وزارت له اساسي قانون د باندې هر ډول نسخه مردوده او ماتیدونکې بللې ده. خو طالبانو د یادې مقالې په اړه کوم نظر نه دی ورکړی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق