خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

د غور پر امنیه قوماندانۍ موټر بم برید؛ ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰۰ ټپيان دي

حامد کرزی: غور کې شوی وروستی برید افغانانو سره ښکاره دښمني ده

د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه موټر بم برید شوی. د غور د والي ویاند عارف عابر بي بي سي ته ویلي دې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي. عابر وویل چې دې چاودنې د مرګ ژوبل ترڅنګ پراخ مالي زیان اړولی خو د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه اوس معلومات نه‌شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي په ځايي شاوخوا ۱۱ بجې ترهګرو دا برید د امنیه قوماندانۍ قراول ته نږدې او د ښځو او معلولینو چارو ریاستونو مخې د یوه کورونا ډوله موټر ته په چاودنې ورکولو سره کړی دی. خو د غور د عامې روغتیا مشر ډاکټر جمعه ګل یعقوبي وايي چې د پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته اووه مړي او ۷۳ ټپیان ور وړل شوي. هغه وویل د پېښې په قربانیانو ملکی وګړي هم شامل دي.

له بل لوري د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په غور کې وروستی موټر بم برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی.

 د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي دا ظالمانه عمل له افغانانو سره ښکاره دښمني بللې او زیاته کړې یې ده چې دا ډول کړنې د سولې پروسه زیانمنوي، خو نوموړي یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي او د سولې لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د یادونې ده چې د غور په مرکز کې شوې موټربم چاودنې ۱۰ کسان وژلي او تر اویا ډېر نور یې ټپیان کړي دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق