خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د سولي فرصت باید ضایع نه شي!

که څه هم افغانستان له څه باندې څلور لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسیدو تجربه کوي، اما لیدل کیږي چې د سولې دغه لار خورا ګرانه، له لوړو ژورو ډګه او ستونزمنه ده، ځکه له کومې ورځې چې د سولې د خبرو تر نامه لاندې روان بهیر پیل شوی، د جګړې ډول او د توجیه منطق هم تغییر کړل. جګړه خونړۍ شوې او د جګړې دواړه غاړې اوس د دوام لپاره هیڅ شرعي، قانوني او قانع کوونکې پلمه نه لري، له همدې امله له رانګارنګ نیرګه استفاده کیږي چې د سولې بهیر په اوږدو کې خپلې غوښتنې تحمیل کړي. زموږ هدف د جګړې دواړه لوري دي، یوازې یو لوری نه دی.

که چیرته په دواړو لوریو کې د جګړې د پای ته رسولو انګیزه وای، کله هم حالات دومره نه خړپړ کیدل او د جګړې لمبې دومره نه پورته کیدې چې ټوله نړۍ یې ننداره وکړي، بلکې دواړو خواوو په یوه افغاني او اسلامي سوله ډیر ژر نتیجه تر لاسه کولی شوای، اما نه دواړه لوری د افغانستان ګټو ته ژمن دي او نه هم د افغانستان د بقا لپاره جګړه کوي، بلکې د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې د جګړې سوټي ته لاس اچولی دی.

له اوږدو کلونو جګړو وروسته که چیرته هر بل ملت وای، چې دغه شان موقع او فرصت ورته برابر شوی وای، په یقین سره ویلی شو چې د څو اوونیو او یا هم میاشتو په اوږدو کې یې خپلې ټولې ستونزې حلولی شوای او نړیوالو ته ښودلی شوای، چې که جګړه ورباندې تحمیل شوې وه، نو د سولې له ډېر کوچني فرصته دغومره ستره استفاده کولی شی او که چیرته ورته د پرمختګ، هوساینې او بساینې شرایط برابر شي، خپل ملت د نورو سیال کولی هم شي، اما لیدل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې پر افغانانو باندې جګړه نه، بلکې سوله تحمیل شوې ده، چې لا یې هم پر وړاندې دریدلی او د جګړې پلو یې نیولی دی، چې په حقیقت کې دا د دوی د اګاهۍ معنا ورکوي او داښيي چې افغانان د څه ډول خلکو تر شا ولاړ دي.

افغانان باید غږ پورته کړي چې د جګړې یو لوری هم د دوی استازولي نه شي کولی او د سولې کوم فرصت چې افغانانو ته برابر شوی، باید ورڅخه ستره استفاده وشي. ملت نه شي کولی چې د جګړې دوه مخامخ ډلې دې ټول ملت یرغمل کړي، بلکې دا یو فرصت دی چې باید ترې استفاده وشي او دواړه لوري دې نور د سولې د امتیاز اخیستو په خاطر ملت نه وژني.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق