خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

نو دا غیرانساني او غیراسلامي بریدونه څوک کوي؟

د افغانستان د کړغیړنې جګړې په دوام کې اوس په هیواد کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې د برید مسوولیت هیڅ لوری هم نه مني. په پلازمینه کابل او ولایتونو کې ګڼې داسې حملې شوي دي، چې مسوولیت یې هیڅ لوري هم نه دی منلی او طالبانو خو آن غندلي او تکذیب کړي هم دي. پرون په کابل پوهنتون باندې یوه بله همداسې حمله وشوه چې مسوولیت یې هیڅ لوري هم ونه مانه، بلکې طالبانو رد هم کړه، اما سوال دا پیدا کیږي چې دا بریدونه نو کوم لوری کوي؟

 د افغانانو په نزد د ناامنیو اصلي عاملین بهرنۍ مخربې کړې، کورنۍ رذیلې کړۍ، ترهګر او د دولت وسله وال مخالفین دي، که هره امنیتي پېښه رامنځته کیږي، د دغو لوریو له همکارۍ پرته نه شي ترسره کیدای، ځکه عام ولس خو د دې توان نه لري چې یا وسله تر لاسه کړي، یا هم ماین جوړ کړي او یا هم په یوه مهم مرکز ته د ننتولو فرصت تر لاسه کړي، که هرڅه کیږي په دې ټولو کې پورته لوري دخیل دي. که څه هم اوس تر ډېره د بریدونو مسوولیت پر داعش ډلې اچول کیږي، اما داسې راپورونه موجودي دي چې داعش هم یوه پلمه ده، بلکې بریدونه نور لوري ترسره کوي.

د سولې له پروسې وروسته ډیری داسې بریدونه کیږي چې مسوولیت یې هیڅ لوری هم نه مني. یا خبره داسې ده چې دا د وسله والو طالبانو تاکتیک دی او غواړي چې په دولت او عامو خلکو فشار راوړي، بریدونه ترسره کوي، خو مسوولیت یې نه مني، ځکه دوی د دوحې په هوکړه کې امریکا سره ژمنه کړې چې ډېر تاوتریخوالی به نه رامنځته کوي او پر مهمو مرکزونو به بریدونه نه کوي، خو داسې ښکاري چې یادې ډلې احساس کړې چې د تاوتریخوالي د کموالي په صورت کې خپلو اهدافو ته نه شي رسیدای او یا هم په نظام کې دننه داسې کړۍ شته چې غواړي په دغه شان بریدونو سره د سولې روان بهیر تر سیوري لاندې راولي او په همدې پلمه یې سبوتاژ ته زمینه برابره کړي.

که معامله هر ډول وي، هدف یې د سولې روان بهیر ناکام ول دي. که څه هم په قطر کې د سولې بهیر له بندون سره مخ دی او عملاً د پرمختګ هیڅ څرک نه لګیږي، اما د یو شمیر کړیو له لوري جدي هڅې روانې دي چې د سولې بهیر وتړل شي او له وسله والو مخالفینو سره د زور له لارې مسایل حل کړي، کومه هڅه چې په تېرو شلو کلونو کې یې هیڅ پایله نه ده لرې، خو که د سولې روان بهیر همداسې ولاړ او د جګړې څپې ښارونه لاندې کړي، نو دا وضعیت به د هیڅ لوري په ګټه هم نه وي، هغه که هرڅوک وي او هرڅومره ځان زورور وګني.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق