خبرهای مرتبط

جمع

مشکلات مهاجرین افغان در ایران؛ عدم پرداخت حقوق کارگران افغان توسط شهروندان این کشور

مهاجران افغان در ایران حکایت از برخورد نامناسب مردم...

هغه ورځ چې آلمان کې د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې وي

په آلمان کې د دغه هېواد د بیا يووالي...

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د...

محرومیت بیش از یک‌میلیون مادر و کودک از کمک‌های غذایی در افغانستان

برنامۀ جهانی غذا در گزارشی اعلام کرد بیش از...

یک‌ساله‌گی حمله بر آموزشگاه کاج

روز گذشته (8 میزان) مصادف بود با یک‌ساله‌گی حمله...

د امریکا ټاکنې او د افغانستان راتلونکې

پرون په امریکا کې ټاکنې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې لسګونه میلونه امریکایانو رایې وکارولې. د ټاکنو نتیجه که هرڅه وي، په ټوله کې د امریکایانو لپاره ښه خبر دی، ځکه د دوی د هیواد د ابادۍ او دیموکراسۍ په لور یو بل ګام واخیستل شو. له دغو ټاکنو سره د افغانستان برخلیک هم تړلی دی. ځینې کسان دونالډ ترمپ د افغانستان په ګټه بولي، اما یو شمیر نور چې د افغانستان د موجود حکومت پلویان دي، بیا په امریکا کې د زعامت تغییر ته ترجیع ورکوي، ځکه د ترمپ له لوري د سولې پیل شوي بهیر کې خپل خیر نه ویني.

اما واقعاً د افغانستان لپاره څه پيښدونکي دي؟ ایا د امریکا په مشرتابه کې تغییر د افغانستان په وضعیت کې تغییر راوستلی شي؟ د  افغانستان دجګړې راتلونکی به څنګه وي؟ سوله به کوم لوري ته ځي؟ دا او ګڼې نورې پوښتنې دي چې د امریکا د ټاکنو سره تړلې دي؟ اما بالاخره ولې باید د امریکا ټاکنو ته دومره تلوسه ولرو؟

په افغانستان کې د وروستیو شاوخوا شلو کلونو تحولات د امریکا د حضور په نیتجه رامنځته شوي دي او ډیری افغانان د امریکا د داخلي تحولاتو ته ارزښت ورکوي، ځکه هلته تحولات په افغانستان او آن نړۍ باندې مستقیم اثر پرې باسي. اما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د دواړو هیوادونو اړیکې سره تړلي دي، یعنې افغانستان اوس د امریکا په سیاستونو پورې تړل شوی دی، که چیرته امریکا کې ښه تحولات راځی، نو پر افغانستان مثبت اثر اچوي او که منفي تحولات راځي، نو پر افغانستان هم خپل منفي تاثیرات اچوي.

اوس چې په امریکا کې ټاکنې وشوې، نو د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوي باب د پرانیستو هڅې هم کیږي. ممکن دغه باب  هغومره نوی هم نه وي، اما په هر صورت د دواړو هیوادو ترمنځ اړیکو او معاملاتو کې خپل اثر اچوي. په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې پروسه روانه ده، د افغانستان او امریکا د اړیکو سستوالی او پیکه والی مشکلات راولاړولی شي او افغانستان په دغه شان حساس وخت کې له امریکا سره خورا نږدې او نیکو اړیکو ته اړتیا لري، ترڅو دغه پروسه خدای مه کړه ټکنۍ یا ستونزمنه نه شي. د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع او په همدې ډول له سولې وروسته د افغانستان له دولت سره د امریکا د مرستو او اړیکو څرنګوالی او د دوام وضعیت او داسې نور مسایل دي چې د امریکا له تازه ادارې سره ورباندې بحث کیږي او هر څومره چې دغه بحثونه صمیمي او د ښو اړیکو پر اساس وشي، همغومره به ښې پایلې لری او افغانستان به خدای مه کړه له هرج او مرج سره نه مخ کیږي.

اما دلته یو بل بحث هم شته چې د افغانستان اوسني سکانداران کوښښ کوي چې له امریکا سره اړیکې د یوه ټیم او دولت په توګه تعریف کړي، چې دا په هیڅ صورت د افغانستان او په همدې ډول د امریکا په خیر نه دي. بلکې د افغانستان ټول واکداران او حاکم ټیمونه باید له امریکا سره اړیکې د خپل قدرت پر بیه سنجش نه کړي، بلکې د دوه خپلواکو او مستقلو ملتونو په توګه باید د امریکا او افغانستان اړیکې خورا نږدې او ښې وي، ځکه افغانستان یو خپلواک اما خورا بې وسه او شاته پاتې هیواد دی چې د امریکا په شان هیوادونو سره د همکاریو تړونونو او اړیکې درلودل د افغانستان په ګټه تمامیدای شي او افغان چارواکي هم باید له دغه هیواد سره اړیکې موقتي او د ډلو ټپلو د ګټو پر اساس تعریف نه کړي، بلکې د دوه خپلواکو ملتونو په توګه باید دغه بهیر ادامه پیدا کړي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق