خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

سوله، جنګ او د جنګ ادبیات!

په دوحه کې له بنبست سره د سولې خبرو له مخ کیدو او په افغانستان کې د جګړې د بیا زیاتیدو سره د سولې او جګړې وضعیت هم د بدلیدو په حال کې دی. تر دې وړاندې یو زیات شمیر افغانانو ته یو عالم هیلې را ټوکیدلې وې، چې له امریکا سره د طالبانو د ستونزې له حل کیدو وروسته به طالبان داخلي مشکلات خورا ژر حل او په افغانستان کې سرتاسري سوله تامین شي. اما د بین الافغاني مذاکراتو له پیل او د سولې خبرې په اصولنامې د اختلافاتو له را ولاړیدو سره یوځای هم په هیواد کې جګړه شدیده شوه او هم د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو لهجې هم توپیر وکړ. دواړه لوري په خورا شدیدو الفاظو یو بل غندي او هر طرف د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره پلمې لټوي. په داسې حال کې د افغانستان او ګڼو هیوادونو دیني علماوو او دیني شوراګانو د افغانستان جګړه فساد او نامشروع بللې ده.

اوس په تازه کې د طالبانو پر وړاندې د نوي مقاومت د رامنځته کیدو خبرې کیږي. حکومت او د طالبانو یو شمیر پخواني مخالفین په دې هڅه کې دي چې که طالبان د سولې روان بهیر سره یوځای نه شي، نو پر وړاندې یې مقاومت پیل کړي. ځینې داسې تحرکات هم لیدل کیږي چې ښيي د طالبانو پر وړاندې یو بل افغان صف برابریدونکی دی. د سیمې ځینو هیوادونو ته د مارشال دوستم، عطاء محمد نور او یو شمیر نورو مهم څیرو سفر ځینې داسې شکونه راپورته کړي، چې د افغانستان جګړه نوي فاز ته داخلیدونکې ده. دا دقیقاً له هغې خبرې سره مطابقت کوي، چې ویل کیدل امریکا غواړي چې نور د جګړې رنګ افغاني کړي او په دغه طریقه د طالبانو پر وړاندې وجنګیږي.

تازه د بلخ پخواني والي او د جهاد او مقاومت د دورې یوه وتلې څهرې عطاء محمد نور طالبانو ته خبرداری وکړی چې که د فاتحانه راتګ په فکر کې وي او د سولې له اوسني بهیر سره یوځای نه شي، نو مجبور دی چې دوهم مقاومت رامنځته کړي. دوهم مقاومت به افغانستان د ګڼو نورو کلونو لپاره په جګړه کې ښکیل کړي او افغانستان کې نیابتي جګړې دوام ولري.

اما تر ټولو ښه خبره دا ده چې د دوهم مقاومت د رامنځته کولو پر ځای د سولې روان بهیر ته کار وشي او پر دواړو غاړو فشار راوړل شي چې له بې ځایه غوښتنو تېر شي، بلکې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو یو حل ته سره ورسیږي. نه دې طالبان د فتحې خوب ویني او نه دې افغان دولت د تسلیمۍ، بلکې یو منځني حل ته دې سره ورسیږي، ترڅو خدای مه‌کړه افغانستان یو ځل بیا د بهرنیانو د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي او د سولې راټوکیدلې هیلې له خاورو سره خاورې شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق