د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د هندوستان له سفیر ښاغلي رودرندرا تندن سره وکتل. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د سولې په پروسه کې د وروستیو پرمختګونو په باب مفصلې خبرې وشوې. حامد کرزی او د هند سفیر په داسې حال کې د افغان سولې په اړه خبرې کړی، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرې له بنبست سره مخ دي او تر اوسه لا د خبرو په کړنلاره هم نه دي سره جوړ.