خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د عقدوي جګړو قرباني ملت

په افغانستان کې څلور لسیزې جګړه شوې ده. دا جګړه په یوه نوم او بل نوم ترسره شوې ده. په دې څلور لسیزې جګړه کې همیشه انسانان وژل شوي. د افغان انسانانو د وژلو لپاره بیلابیلې پلمې لټول شوي دي. ځینې د نظام د مخالف او ځینې د نظام د طرفدار، یو شمیر د دین د مخالف او یو شمیر د هیواد د دښمن او په همدې ډول میلیونه کسان وژل شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د وروستیو شلو کلونو جګړې سریال چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې پیل شوی تر اوسه ادامه لري. په لومړۍ کې چې وضعیت نسبتاً آرام و خلکو فکر کاوه چې وضعیت ګل او ګلزار دی، اما ولیدل شول چې د ارامۍ خوب به کله هم افغانان ونه ګوري، خو ترپخوا به زیات او په خورا بد حالت کې ووژل شي.

 په تېرو شلو کلونو کې افغانان په کورونو، جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو، فرهنګي مرکزونو، ښوونیزو مرکزونو، لارو او کوڅو کې وژل شوي دي، چې د جګړې پلیت فصل همدا و او تر ټولو پلیت فصل یې په وروستیو کې پیل شوی دی چې پر هیچا هم رحم نه کیږي او ګنهګار او بې ګناه معلوم نه دی، ټول له یوې مخې دل کیږي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې جګړه دومره پیلچې، پلیته او خونړۍ شوې ده، چې هیڅ لوری هم په امان کې نه دی. هره ورځ د هیواد په ګوډ ګوډ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. هره ورځ زموږ هیوادوال د غم په ټغر ناست وي. تر ټولو سخته لا دا چې د جګړې ډول خورا زیات بدل شوی دی. د جګړې ښکیل لوري چې د جنګ په میدان کې پاتې راشي، بیا د بې ګناه خلکو وژلو ته مخه کړې. په کابل او ولایتونو کې دمګړۍ د بې ګناه خلکو وژل روان دي. پرون په کابل کې وتلی ژورنالیست یما ساوش ووژل شو، څو ورځې وړاندې په کابل پوهنتون کې لسګونه محصلان په نښه شول او پرون په زابل کې هم خلک وژل شوي دي.

د جګړې دواړه خواوې غواړي چې د مذاکرې پر میز د زیاتو امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره داسې حالت رامنځته کړی چې اوس سلامت او ملامت له ټولو ورک دی. د جګړې د ګڼو بریدونو مسوولیت طالبانو نه دی اخیستی، خو حکومت وايي چې دغه بریدونه د طالبانو له لوري ترسره شوي دي، چې دغه حالت ملت له یوه سرګیچۍ سره مخ کړی دی.

اما تر کله به دغه وضتیت ادامه ولري؟ ایا باید د څوکۍ او قدرت لپاره باید د وژلو او عامو خلکو د تباهۍ لړۍ همداسې ادامه ومومي. د قطر د سولې بهیر افغانستان د اور په تنور بدل کړی دی. نن سبا په ټول هیواد کې د سولې په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو په خاطر سور اور بل دی او هره ورځ زموږ له عامو خلکو قرباني اخیستل کیږی.

که چیرته دغه وضعیت تر دې زیاته ادامه پیدا کړي، لرې نه ده چې ملت خپله فیصله وکړي او د نجات لپاره لاس په کار شي. ځکه داسې ښکاري چې د جګړې دواړه لوري د ملت د نجات لپاره سره په جګړه کې نه دي، بلکې دواړه خواوې د یو لړ عقدو پر اساس د ملت د تباهۍ جګړه روانه کړې ده، چې ملت یې د زغملو وس نه لري. د افغانستان ملت باید درک کړي چې نور د جګړې دواړه او ټول لوري د دوی د نجات لپاره جګړه نه کوي، بلکې دا د عقدو او د قدرت د تسخیر جنګ دی چې خورا پلیت او زشت شوی او هره ورځ له ملته قرباني اخلي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق