خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

د ولسي جرګې غړي: لومړی مرستیال او امنیتي ادارې د امنیت په تامین کې ناکام دي

د ولسي جرګې غړو په کابل او نورو ولایتونو کې پر وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او پر امنیتي ادارو یې سختې نیوکې کړې دي. د ولسي جرګې غړو د دوشنبې ورځې غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې امنیتي میثاق او د حکومت ورته نور پلانونه بې معنا او بې ګټې دي او په هېواد کې یې د امنیت له راتګ سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

وکیلانو همدا راز ویلي چې امنیتي ادارې دې د ولس د تېر ایستلو پر ځای په عملي توګه د امنیت د تامین لپاره ګامونه اوچت کړي. دوی همدا راز ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د څو اونیو لپاره د کابل د امنیت مسوول ټاکل شوی دی، خو هېڅ راز لاس ته راوړنه لري او په امنیتي وضعیت کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

 د ولسي جرګې غړو داسې مهال پر امنیتي ادارو نیوکه کړې، چې د شنبې په ورځ یې د امنیتي ادارو مسوولین وربللي وو، خو د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د ناندریو له امله دغه غونډه بې پایلې وه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق