خبرهای مرتبط

جمع

الله ګل مجاهد د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وویل چې...

ایران برای کمک به سیل‌زده‌گان افغانستان اعلام آماده‌گی کرد

حسن کاظمی قمی، سفیر و نمایندۀ ویژۀ رئیس جمهور...

سفر هیئت پاکستانی به افغانستان از سوی مسئولان طالبان لغو شد

اطلاعات رسیده نشان می‌دهند که طالبان افغانستان سفر هیئت...

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

امنیت ورځ تربلې خرابېږي!

افغانستان کې څلور لسیزې کیږي چې جنګونه روان دي. په دې موده کې افغانانو ډېره قرباني ورکړې ده. وروستي شل کلونه د سولې او جګړې تازه فصل دی چې د سولې او بیا رغونې په پار پیل شو، خو نه یوازې دا چې سوله رانه غله، بلکې د جګړې ماهیت هم ځانګړی حالت اختیار کړ چې د جګړې لمن د وخت په تېریدو سره پراخیږي. دمګړۍ د افغانستان تقریبا ټول ولایتونه د نا امنیو له ګواښ سره مخ دي او ځینو خو د پراخو جګړو شاهدان دي، چې د خلکو ژوند یې ډېر سخت تریخ کړی دی.

په داسې حال کې د سولې پروسه روانه، د کابل او نورو ولایتونو امنیتي وضعیت هم خورا ترینګلی دی. کابل امن نه دی او هره ورځ په کې هدفي وژنې کیږي. یو زیات شیمر ولایتونه د نا امنیو له پراخې ځپې سره مخ دي او ځینې ولایتونه بیا د جبه‌يي جنګونو شاهدان دي. هلمند، اروزګان او کندهار د دغو جګړو اساسي مرکز دی او دمګړې په کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ شدید جنګونه روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امنیت د تامین لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال چې پخوا د ملي امنیت عمومي رئیس هم پاتې شوی، لاس په کار شوی او وخت نا وخت د خپلو کړنو معلومات له خلکو سره شریکوي. او د ولایتونو د جګړو مدیریت خو په خپله د ولسمشر تر قوماندې لاندې دی او وخت نا وخت په دې اړه هدایتونه صادروي، اما لیدل کیږي چې د حکومت له هڅو سره سره د امنیت په تامین کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کیږي او اکثریت خلک له اوسني وضعیت څخه سخت په تنګ راغلي دي.

زموږ په باور د امنیت د خرابوالي اصلي عامل په خپله په حکومت کې دی. حکومت د حکومتدارۍ هغه پخوانی ډول هم له منځه یو او په تازه ګومارنو کې یې هم داسې کارکشته کسان نه دي ګمارلي چې وکړای شي امنیتی وضعیت قابو کړي. له امنیتي مسایلو، د افغانستان له جغرافیې او د ولسونو رسومو سره نه بلدتیا د نویو چارواکو اساسي ستونزې دي چې له امله یې نه شي کولی چې سم عمل وکړي.

زموږ په باور په امنیتي بنسټونو کې له مسایلو سره احساساتي برخورد او په اصلاحاتو کې بې ځایه عجله د دې سبب شوې چې هغه پخواني کاردان امنیتي کاردونه له  دندې لرې شي او له مسایلو سره نابلده او خام کسانو ګمارنې ستونزې خورا زیاتې ډېرې کړي دي او که وضعیت دغسې روان وي، لرې نه ده چې ستر ناورین رامنځته شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق