د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل ښار د نوي ښار په سیمه کې د پارک سینما ودانۍ چې شاوخوا اویا کاله تاریخ لري، ونړوله. د یادې سینما د ودانۍ د نه ورانولو لپاره زښتې زیاتې هڅې وشوې. د هیواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د پارک سیمنا د ودانې له نړولو سره مخالفت څرګند کړی و او حکومت دا کار د طالبانو له لوري د بودا مجسمو له ورانولو سره پرتله کړی و.

په ورته وخت کې د افغان فلم رئیسې هم د دغې تاریخي ودانې له نړولو سره مخالفت څرګند کړی و او دا یې د کابل ښار د تاریخ او فرهنګ یوه ښکلې حافظه یاده کړې وه. په ټولنیزو او خواله رسنیو کې هم د یادې سیمنا د نه ورانولو غوښتنې وشوې. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کابل ښاروالۍ او د جمهوري ریاست له لومړي معاونیت څخه په کتبي توګه وغوښتل شول چې د پارک سینما د ودانې د ورانولو لړۍ لا اقل وځنډوي، ترڅو په اړه پر منطق او عقل ولاړه پرېکړه وشي او د نړیدو مخه یې ونیول شي. خو د ۰۶۳۰ امنیتي ټیم خپل کار وکړ او سینما یې د سې شنبې په شپه ونړوله او د افغانستان په ځانګړې توګه د کابل د فرهنګي حافظې څخه یوه ښکلې خاطره کمه شوه.
که څه هم د افغانستان یو شمیر ودانې له ظاهري اړخه دومره ښکلې او رنګینې نه وي، اما له تاریخي او فرهنګي اړخه هغه دومره مهمې وي چې هیڅوک یې هم د نړولو فکر کولی نه شي او سالم عقل د دې تقاضا کوي چې نه یوازې دا چې ونه نړول شي، بلکې د ورانیدو مخه یې ونیول شي او ورغول شي. د پارک سینما هم یو له دغو وه، اما له بده مرغه چې یو شمیر کسانو له خاورو سره خاورې کړه.
که چیرته دلته کومه لوبه مطرح نه وي، لا اقل د ۰۶۳۰ ټیم به څو ورځې وخت ورکړی و چې په دې اړه د هنرمندانو، فرهنګیانو او تاریخ پوهانو له لوري یو بحث شوی وای او تر هغه وروسته چې هره مشوره ورکول کیده، د همغې پر اساس به مخته تللي وو، اما ښکاري چې د سینما پارک ودانې د زوړوالي او بدرنګوالي لپاره ونه نړول شوه، بلکې دغه ودانې د ښار په یوه تجارتي سیمه کې موقعیت لري چې ممکن پر ځمکه یې د ځینو کړیو له لوري معاملې وشي او له دغه اړخه د یوه در آمد لار ځانته ومومي. د پارک سینما د مافیايي تحرکاتو ښکار شوه، خو که چیرته د دغه ډول خودسریو مخه ونه نیول شي، ممکن په راتلونکي د ښار په نورو سیمو کې هم تاریخي ودانۍ ونړول شي او پر ځمکه به یې معاملې وشي.