خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

پخوانی امریکایي چارواکی: بایډن به له خلیلزاد وغواړي چې دندې ته دوام ورکړي

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د غړي او د پخواني ولسمشر د مرستیال په توګه افغان جګړه او له ګاونډي هېواد پاکستان سره د دغه هېواد پېچلې اړیکې له نږدې څارلې دي.

د پخواني ولسمشر اوباما د بهرني سیاست د ټیم غړي د مسئلې د حساسیت له امله د نوم له څرګندولو پرته ویلي، واشنګټن د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی خو د بایډن اداره به په دې برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

هغه زیاته کړې، بایډن به خپل ځواکونه په مسوولانه توګه وباسي او پر طالبانو به فشار راوړي چې شوې هوکړې ته بشپړه ژمنیتا وښیي. هغه څرګنده کړې، د بایډن اداره به پر طالبانو څار ډېر کړي او ممکن له خلیلزاد څخه وغواړي چې د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې جو بایډن تر ټاکنو مخکې د پوځ اړوند یوې ورځپاڼې سټارز انډ سټراپیس سره په مرکه کې ویلي وو چې افغان جګړه باید پای ته ورسېږي خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په دغه هېواد کې د یو شمېر سرتېرو ساتل مهم دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق