خبرهای مرتبط

جمع

انفجار در ولایت سمنگان 35 کشته و 23 زخمی برجا گذاشت

منابع محلی در ولایت سمنگان امروز (چهارشنبه، 9 قوس)...

تاجیکستان کې پر افغانستان امنیتي غونډه ده؛ د امریکا شارژدافیره هم ورغلې

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي د «هرات امنیتي خبرو کې» د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې ده.

برخی فعالان حقوق زنان افغان: حق بلند کردن صدای دادخواهی از ما گرفته شده ‌است

در حالی‌که کمپاین ۱۶ روزۀ جلوگیری از خشونت علیه زنان و اعتراضات مربوط به آن در شماری از کشورهای جهان در حمایت از زنان افغان جریان دارد، فعالان حقوق زنان در افغانستان می‌گویند که حق بلند کردن صدای دادخواهی از آنان گرفته شده و روز به روز ضعیف‌تر می‌شود.

انتخاب سخت افغان‌ها؛ تهیۀ سوخت زمستان یا غذا

رئیس بخش عملیاتی صلیب سرخ با اشاره به بحران انسانی وخیم در افغانستان گفت: خانواده‌ها در این کشور با انتخاب غیرممکن بین تهیه سوخت برای گرم نگه‌داشتن خود و یا تهیه غذا مواجه هستند.

انتقاد کارشناسان سازمان ملل از مسدود ماندن مکاتب دختران در افغانستان

گروهی از کارشناسان حقوق بشر سازمان ملل در بیانیه‌ای...

جاهد: په فراه کې د القاعده شبکې وژل شوی غړی ډېر خطرناکه و

وروسته له هغه چې د محمد حنیف په نوم د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مشر په فراه کې ووژل شو، د دې ولایت یوه لوړپوړي چارواکي هغه ډېره خطرناکه بللی دی. د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې محمد حنیف پاکستانی و او په بکوا ولسوالي کې ووژل شو.

د فراه والي تاج محمد جاهد وايي، د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده د مشر محمد حنیف د ورانکارو فعالیتونو ساحه تر فراه ولایت وړاندې وه. ښاغلي جاهد یاد کس ډېر خطرناک وباله.

جاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: «د هغه فعالیتونه یوازې پر فراه ولایت متمرکز نه وو بلکې په لودیځ او سویل زون کې يې فعالیت درلود، تر ډېره د ځانمرګو لپاره د واسکټونو، د سرک غاړې ماینونو او موټر بمونو جوړولو په برخه کې فعال وو، هغه لیزري او دوربین لرونکې وسلې ترمیم کولې.»

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ وویل چې محمد حنیف د فراه په بکوا ولسوالي کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شو. د هغه د وژل کېدو ورځ او وخت نه دي مشخص شوي. د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، حنیف چې په عبدالله مشهور وو، پاکستانی تبعه وو. په اعلامیه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال دوې پاکستانۍ ښځې هم نیول شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په اکتوبر میاشت کې هم ویلي وو چې په هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې مشر او د دې شبکې دوهم مهم کس د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې په غزني ولایت کې ووژل شو. د ملي امنیت په پرونۍ اعلامیه کې پر طالبانو تور پوري شوی چې محمد حنیف ته یې خوندي ځای ورکړی وو.

د سیاسي چارو کارپوه محمد شفیق همدم وايي، د هغه وژل کېدل نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت باندې اغېز لري. ښاغلی همدم زیاتوي: «دا به له وخت مخکې چې وي ارزونه وشي چې واقعاً دا سړی (محمد حنیف) او نور د القاعده غړي او ترورېستي غړي په افغانستان کې اوس هم مستقیماً د طالبانو د ملاتړ نه برخه‌مند دي، د دې موضوع د جوتولو لپاره لږ وخت او څېړنو ته اړتیا ده، خو په عمومي توګه ویلی شم چې د ده مړینه د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه خبر دی.»

په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې موافقه کې یو مهم ټکی دا دی چې طالبان به له هر ډول ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې له منځه وړي. د دې موافقه لیک پر اساس، که طالبان له خپلو ژمنو سرغړونه وکړي، امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې له افغانستانه نه وځي. د ملګرو ملتونو د جون میاشتې په راپور کې راغلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي. د امریکا دفاع وزارت هم په جولای میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې څانګه له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او پر امریکايي ځواکونو په حملو کې خپلې ګټې خوندي ساتي. د دې راپور پر اساس طالب جګړه مارانو هم له دې ډلې سره کار ته دوام ورکړی دی.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق