خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

حکومت د څه شي په لټه کې دی؟

له کومې ورځې چې د سولې خبرې پیل شوي د حکومت پالیسیو او فعالیتونو کې ژور بدلون لیدل کیږي. حکومت هڅه کوي چې د سولې روان بهیر داسې مدیریت کړي، چې د دوی خوښه وي. یا باید طالبان تسلیم شي او یا باید له دغې ډلې سره جګړه دوام وکړي. د همدغه هدف په خاطر یې پراخې هڅې پیل کړي دي، څو د سولې روان بهیر کې یا ځنډ او خنډ راشي او یا هم نړیوالو د سولې د دغه بهیر په اړه ملاحظات پیدا کړي.

د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي له لومړي سره د سولې د روان بهیر چندان پلویان نه وو. که څه هم د سولې په اړه کې د ولسمشر غني لومړنی جرآت د پام وړ و، چې د ملي یووالي د حکومت په پیل کې یې طالبانو ته له هر ډول شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ، خو کله چې امریکایان رامیدان ته شول او له طالبانو سره یې شاوخوا یو نیم کال خبرې وکړې او یوې پایلې ته سره ورسیدل، د حکومت له خوا یې مخالفتونه زیات شول. آن خبره د رسنیو او مطبوعاتي جګړو ترسرحده هم ورسیده. د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار له کتنو سره د امریکایانو له لوري بایکاټ هم اعلان شو، اما د حکومت مشرانو د سولې په برخه کې خپل دریځ کلک کړ او وخت ناوخت یې د سولې خبرو سبوتاژ کیدو لپاره پلمې لټولې.

په لومړي سره کې یې د امریکا او طالبانو خبرې وننګولې، وروسته یې د پنځه زره زندانیانو په ایله کولو کې بهانه تراشۍ پیل کړې او بالاخره خبره دې ته راورسیده چې په دوحه کې مذاکراتي پلاوي خبرې په ټپه درولي او هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي. حکومت د خبرو پرمختګ او بریا ته چندان خوښ نه دی، له همدې امله یې همیشه پر تلوار نیوکه کړې او پر نه عجله یې ټینګار کړی.

اما ولې حکومت دغسې پالیسې اختیار کړې ده؟ ولې باید د سولې پر وړاندې خنډ په توګه د دوی یادونه وشي؟ د سولې تامینول خو یوه قهرماني ده، ولې د دوی له دغې قهرمانۍ زړه توري دي او اصلي موخه یې څه ده؟

زما په باور د سولې روان بهیر کې اصلي خبره چې د بحث وړ ده هغه د قدرت موضوع ده. هر لوری هڅه کوي چې د قدرت اصلي هسته کې و اوسي او نور پر ځان راوڅرخوي، ولسمشر غني هم په لومړي سره کې داسې فکر کاوه چې که طالبانو ته له شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړي، هغوی به هم لکه د حزب اسلامی افغانستان رهبر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د ښه ژوند او څو نغدو روپیو په منلو سره تیر باسي او بیا به هم د سولې قهرمان وي او هم د جګړې او هم د ابادۍ او حکومتوالۍ؛ اما له بده مرغه وضعیت د ده په خوښه مخته لاړه نه، بلکې هرڅه معکوس ثابت شول، یو شمیر نورو قدرت غوښتونکو د ولسمشر غني له دغه وړاندیزه په استفاده هڅې پیل کړې څو د سولې تر بوسو لاندې داسې اوبه تېرې کړي، چې قدرت هم د دوی لاس ته ورشي. پر قدرت دغې لوبې خبره دې ځای ته راورسوله چې غني باندې نورې ټولې لارې چارې ودریږي او یوازې له سولې سره د مخالفت لار خپله کړي، له همدې امله ده چې اوس د سولې بهیر تقریباً ولاړ روان دی او حکومت نور کله هم د رښتینې هڅه نه کوي چې روان بهیر کامیاب او په هیواد کې سوله تامین شي.

اوس حکومت هره ورځ په دې لګیا دی چې طالبان د خلکو په ذهنیت کې لا منفور کړي. که څه هم طالبان د دوی د خپلو کړنو له امله په عمومي ذهنیت کې ډېر ځپل شوي دي، اما د غني د حکومت د دغو تبلیغاتو اصلي هڅه دا ده چې د سولې د روان بهیر د دریدو او یا بدنامیدو لپاره خام مواد تیار کړي. هر وخت لګیا دي د طالبانو پر وړاندې تبلیغات کوي، د دې ترڅنګ یې د طالبانو پر ځپلو هم تمرکز کړی دی او په ورته مهال هڅې پیل شوي دي چې د طالبانو له دوه ګونو لوبو هم پرته پورته او افغانانو او نړیوالو ته یې رسوا کړي. په غزني او فراه کې د القاعده شبکې د مهمو کسانو وژل د دغو هڅو یوه برخه چې لا به ادامه پیدا کړي. دا چې د دې لوبې اخیر به چیرته ورسیږي، وخت به یې راوښيي.

عبدالجبار  دیندار

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق