خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

افغانستان کې د پاکستان مستقیمه که نیابتي جګړه؟!

د افغانستان د جګړې د پیچلو ابعادو په اړه وخت نا وخت تحلیلونه شوي چې ګني روانه جګړه په هیڅ صورت مقدسه او د دین او وطن د ګټلو هغه نه ده، بلکې دا یوه پلیته نیابتي جګړه چې ورسره ګڼو نویو مسایلو لاس ورکړی او له افغانستان څخه یې تنور جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د پاکستان له نیابتې جګړې څخه هیڅوک هم انکار نه شي کولی، بلکې دغه نیابتي جګړه کله نا کله د مستقیمې جګړې رنګ هم خپلوي. ټولې وسله والې ډلې چې دلته جګړه کوي، د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره مستقیمې اړیکې لري. د دغو اړیکو ګڼ ثبتوه شته او وخت ناوخت د پاکستاني چارواکو له خولې هم اګاهانه او ناآګاهانه ځینې څرګندونې اوریدل شوي چې د افغانستان د جګړې اصلي ملاتړي دي، خو په تازه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د مذهبي  مشرانو څرګندونو نوې پوښتنې راپورته کړي چې ګڼي دا جګړه مستقیماً د پاکستان جګړه او آن د نیابتي جګړه نوم ورکول هم اشتباه ده.

که څه هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستاني اتباعو شتون نوې خبره نه ده. د دې ګڼ اسناد وړاندې شوي او دمګړې هم د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو په لیکو کې پاکستاني اتباع د پاکستان د پوځ او استخباراتو په همکارۍ او امر دلته جنګیږي. آن داسې ثبوتونه هم لیدل شوی چې پاکستاني پوځیان او استخباراتي مامورینو هم دلته جګړه کړې او د افغانستان په ورانولو کې یې مستقیمه برخه اخیستې ده.

له دې مقدمې مو هدف دا و چې د افغانستان په اړه د مولانا سمیع الحق د زوی حامد الحق څرګندونې په کور دننه او بهر له کلکو غبرګونو سره مخ شوي دي. نوموړي په افغانستان کې روان جنګ جهاد او طالبان د دغه جنګ ګټونکي بللي او پر افغان حکوت یې غږ کړی، چې طالبانو ته تسلیم شي. د نوموړي دغه څرګندونې هلته په پاکستان کې هم د عوامي نشنل پارټۍ د یوه غړي سردار حسین بابک توند غبرګون پارولی او له حامد الحق څخه یې غوښتي چې د افغانستان په اړه د بې ځایه خبرو پر ځای د خپل پلا قاتل معلوم کړي. د بابک د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند مولانا یوسف شاه ویلي چې د مولانا سمیع الحق غچ یې په افغانستان کې د خپلو پلویانو پر مټ اخیستی. نوموړي ویلی چې د نوموړي غچ یې په افغانستان کې د جنګیدونکو طالبانو پر مټ اخیستی دی.

د نوموړي او تر هغه وړاندې د حامد الحق له څرګندونو ښکاري چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې مستقیماً ښکیل دی او او د نیابتي جګړې نوم باید ور نه کړل شي او په افغانستان کې د ټولو وژنو او دربدریو مسوولیت همدوی ته ورګرځي. طالبان باید د پاکستانیانو څرګندونې په خلاصو غوږو واوري چې پاکستان په خدمت کې دي او ټولې تورې یې د پاکستان د بقا لپاره وهلي دي او که چیرته لږ شان هم د افغانستان په اړه فکر ونه کړي، د ټول عمر لپاره به د پاکستان لپاره جنګونه کوي او خپل خلک او وطن به تباه کوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق