خبرهای مرتبط

جمع

سازمان ملل: سال خوشی را برای مردم افغانستان آرزو می‌کنیم

دبیرکل سازمان ملل و دفتر معاونت این سازمان در...

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

د طراح له موندلو مخکې باید د برید مخه ونیول شي!

د سولې خبرو له پیل سره د افغان جګړې ماهیت هم تغییر کړی. ځینې دغه جګړه بې معنا، ځینې استخباراتي، ځینې د قدرت او یو شمیر نور بیا ورته مقدسه جګړه وايي، خو دې جګړې واقعاً خپل ماهیت بدل کړی او اوس په یوه پلیته او هره معنا د افغان وژنې جګړې باندې بدله شوې ده، ځکه اصلي قربانیان یې ملکي او بې ګناه وګړي دي.

تازه د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې د کابل پوهنتون د برید اصلي طراح یې نیولی. نوموړي د یاد کس د نیولو ترڅنګ په ټینګار سره ویلي چې بیا هم داعش یو نوم دی او اصلي برید د طالبانو ډلې کړی او پړه یې پر داعش اچولې ده، چې وینا یې دا د طالبانو وروستۍ ستراتيژۍ ده چې پر غیر نظامی مرکزونو برید وکړه، ترڅو خلک له دولت او حکومته ناراضه او پر وړاندې یې ودریږي. اما طالبانو تر اوسه هم نه ده منلې چې دغه برید دوی کړی او دولت هم کره اسناد لا هم نه دي وړاندې کړي چې دغه برید چا، څنګه او ولې وکړ؟

که چیرت دا برید واقعاً طالبانو کړی وي، لکه څنګه چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې وايي، بیا خو د طالبانو په ذهنیت او کردار کې هیڅ تفاوت نه دی راغلی، بلکې ترپخو خورا زیات وحشي شوي دي، خو که چیرته د یاد برید پلټنو کې ثابته شي چې دا برید طالبانو نه بلکې په کور ددنه د ځینو کړیو له لوري ترسره شوی، نو دا به وښيي چې دولت دومره کمزوری شوی چې اوس د خپل مشروعیت او د دښمن پر وړاندې د خلکو د بسیچ کولو لپاره له څومره غیر انساني او اسلامي لارو چارو کار اخلي چې کله به هم ښې پایلې ونه لري، بلکې ستونزې او ننګونو به تر دې هم زیاتې شي.

افغانانو لکه څنګه چې د برید د کوونکي اصلي هویت معلومدیدل مهم دي، تر دې ډېر د بریدونو مخنیوی مهم دی. موږ نه غواړو چې اولادوونه مو د کابل پوهنتون او کوثر دانش د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په شان په بې وزلۍ او عاجزۍ قرباني کړل شي. افغانان غواړي چې اولادونه یې ژوند وکړي او د ژوند تر ټولو لوړو پوړونو ته ورسیږي. په همدې خاطر د برید د کوونکي د هویت تر پيژندلو مهمه دا ده چې د برید مخنیوی وشي او د خلکو اولادونه د دغه پلیت جنګ قرباني نه شي.

افغانانو ته روان جنګ خورا بې معنا او پلیت ښکاري. افغانان پوهیږي چې جنګ د ګټو پر سر دی او یوازې د دوی اولادونه د سون د توکو په څیر قرباني کیږي. د افغانستان د حکومت به ګډون ټول لوري باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړي، په لومړي سر کې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو خویدتوب ته توجه وکړي، ترڅو اولادونه یې په دغه شان قرباني نه شي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق