د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زلمي خلیلزاد غوښتي چې د راتلونکي کال تر جنورۍ میاشتې دې د افغانستان د سولې هڅې یوې نتیجې ته ورسوي.
د افغانستان د سولې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر واشنګټن ته غوښتل شوي او ویل کیږي زلمي خلیلزاد ته ویل شوي چې په قطر کې د افغان سولې پیل شوي مذاکرات دې ژر یوې نتیجې ته ورسیږي.
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن سعید وايي: «ټرمپ غواړي او خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فشار راوړی، ترڅو د هغه د دورې تر پای ته رسیدو مخکې چې د جنوري په شلم باندې ختمیږي، تر هغه مخکې د سولې خبرې نتیجه ورکړي، دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ستر قوماندان میلر هم په واشنګټن دی.»
خو کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د غړو ترمنځ د مذاکراتو د اصل په توګه د دوحې تړون لا هم د اختلاف ټکی دی او په دې برخه کې وړاندې شوي متنونه متفاوت دي.
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي: «نن ورځ بیا هم عجله، دا شتاب او دا بې مسوولیتانه خروج، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د ټرامپ هماغه شعار دی چې غواړي تر کرسمسه خپل ځواکونه وباسي.»
د چارو شنونکي وايي، چې امریکا ولسمشر غواړي د خپلې کاري دورې تر بشپړیدو مخکې د افغان سولې پروسه بریالیتوب ته ورسوي او د مهمې لاسته راوړنې په توګه یې مطرح کړي، خو د چارو شنونکي وايي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره باید مسوولانه چلند وشي.