له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرونه تاوده دي. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې په ټاکنو کې یې ماته خوړلې، هڅه کوي چې د خپل واک تر پای ته رسیدو مخکې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمیر حد اقل ته راټیټ کړي. رسنیو راپور وکړی دی چې امریکا غواړي ۲۵۰۰ پوځیان په افغانستان کې پریږدي او نور ټول وباسي. په ورته وخت کې د امریکا نظامي مسوولینو ویلي چې په دې برخه کې د ټرمپ امر ته په تمه دي. په داسې حال کې د امریکا د دفاع وزارت سلاکار ویلي چې په افغانستان کې د حکومت د سقوط ګواښ شته، خو بیا هم له دغه هیواده خپل پوځیان وباسي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد چې پرون یې په ولسي جرګه کې د باور رایې د تر لاسه کولو په هدف خپل پروګرامونه توضیح کول وویل چې دمګړۍ د ۹۴ سلنه عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي او بهرني پوځیان کله نا کله ورسره د هوايي ملاتړ په برخه کې همکاري کوي او په وینا یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو پوره تابیا لري او ډاډ یې څرګند کړ چې کله به هم تشه رامنځته نه شي او افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغاستان د سولې پروسه هم روانه ده او د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه بهیر اساسي شرط دی، چې د تاوتریخوالي د کمیدو په صورت کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. که څه هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ حساسې مرحلې ته رسسیدلې، خو د سولې پروسه له بندون سره مخ ده او د طالبانو د ژمنې برخلاف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جګړه لا زیاته شوې ده. دغه وضعیت افغانان اندښمن کړې چې که بهرني ځواکونه له هیواده ووځي نظام د سقوط له خطر سره مخ نه شي او افغانستان یو ځل بیا بحران سره مخ نه شي. اما زموږ په باور که څه هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو رول خورا مهم او اغیزناک دی، اما تر کله به افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر مټ امن وي؟ راځئ چې یو ځل د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسوولانه تجربه هم وکړو او د جګړې دواړه لوري باید د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د سولې خبرو ته ژمن شي او په هیواد کې د نظام د سقوط فکر ونه کړي، ځکه که چیرته افغانان سره جوړ رانه شي، د بهرنیو ځواکونو د بیرته راګرځیدو امکان هم شته، نو باید له روان فرصته استفاده وشي او حکومت او طالبان نور پر اصلي موضوعاتو بحث ته زمینه برابره کړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان تر دې زیات له مشکل سره مخ شي.