د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سپارښتنې له مخې د امنیتي میثاق په نوم د امنیتي پلان تطبیق به له دې وروسته له کابل سربېره په نورو لسو لویو ښارونو کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د دفتر له خوا څارل کیږي.
په کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د ورځنۍ غونډې اعلامیه کې ویل شوي چې په کابل کې د امنیتي غونډې تجربې ته په کتو به په لسو لویو ښارونو کې د ملي امنیت شورا په مرسته د امنیتي میثاق د پلي کولو چارې پيل شي.
د امنیتي میثاق په نوم پلان څو میاشتې وړاندې رامنځته شو چې هدف یې د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډې همکارې له مخې له جرمونو سره مبارزه ښودل شوې وه. د دې پلان له مخې به خلک په خپله خوښه له امنیتي ارګانونو سره مرسته کوي. خو د ولسي جرګې ځینو غړو پر دې پروګرام سختې نیوکې وکړې او هغه یې د ملیشو جوړولو وبلل.
د دې پلان عملي کول له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهیسې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا په جدیت څارل کیږي او هره ورځ د سهار په شپږ نیمو بجو د امنیتي او نورو اړونده ادارو استازي د ښاغلي صالح په مشرۍ غونډه کوي.
چارواکي وايي د دې پلان په عملي کېدو سره په کابل کې د جرمونو کچه راټیټه شوې ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې هم هڅې همغږې شوي دي او ښې لاسته راوړنې لري.
بي بي سي لیکي چې د ولسمشر له خوا د ښاغلي صالح په مشرۍ دې ډلې ته دنده سپارل شوې چې په دولتي ادارو کې د اداري او مالي فساد په مخنیوي کې هم فعاله شي.
د سې شنبې د ورځې د ناستې په اعلامیه کې ویل شوي چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره تمه ده چې سر له سبا د لویې څارنوالۍ یو استازې دې غونډه کې برخه واخلي او د دې استازي په حضور کې به د اداري فساد په برخه کې د خلکو شکایتونه وارزول شي.
په تېرو څو میاشتو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله والو غلاوو او اختطاف په ګډون له جنايي جرمونو د خلکو شکایتونو زیات شوي وو. په تېره په کابل کې چې د افغانستان تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی په دې وروستیو کې د جرمونو ګراف ډېر لوړ شوی او د ترور، وسله والې غلا، انسان تښتونې، د موټرو او موبایل تیلیفونو د غلا پېښې ډېرې زیاتې شوې وې.