د بخښنې نړیوال سازمان وایي، نړیوال ملاتړي دې افغانستان په دې حساسو او بحراني حالاتو کې یوازې نه پرېږدي. د بښنې نړیوال سازمان له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو غږ شوی چې له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، ځکه دغه هېواد په یوه کړکېچن وضعیت کې دی او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د بښنې نړیوال سازمان دلته پر روان تاوتریخوالي، ملکي مرګ ژوبلې او ناوړه اقتصادي وضعیت هم اندېښنه ښودلې ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
دغه سازمان همدا راز وایي چې په افغانستان کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې خوندي شي، د بشري په تېره د مېرمنو حقونو د ساتلو پر سر دې ټينګار وشي او هڅه دې وشي چې په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي لارې چارې پیدا شي.