خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

روسیه: له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو وتل به بدې پایلې ولري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي ځواکونو وتل به بدې پایلې ولري. نوموړي زیاته کړې، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو خبرې ګرمې شوې دي، خو د افغانستان وضعیت ته له کتو پرته به د ځواکونو ایستلو پرېکړه ښې پایلې ونه لري.

 کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې له افغانستان څخه دې د ځواکونو وتلو پرېکړه د افغانستان وضعیت کې د پام وړ تغیر راوستلی شي. هغه دغه راز ویلي، د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو موضوع اندېښمنونکې بللې او په وینا یې ناټو په افغانستان کې د ماموریت اوږده تجربه لري نو غوره به دا وي چې په دې برخه کې د هغه له مشورو ګټه واخیستل شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ناټو سازمان په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل خطرناک بللي او له امریکایي چارواکو څخه یې په دې اړه د غور غوښتنه کړې ده.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق