خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

د بې‌باوریو په اوج کې د همکاریو سند لاسلیکول څه معنا لري؟

په تازه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو یو سند لاسلیک شوی دی، چې پر اساس یې دواړه هیوادونه د امنیت، سولې، اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د بیرته راستنیدو په برخو کې همکارۍ کوي او د یو بل لاسنیوی به کوي. د دغه سند پر اساس دواړه لوري باید په یادو برخو کې جدي همکاري وکړي، ترڅو دواړه هیوادونو پر ستونزو غلبه ومومي او یو نسبي ټیکاو ته رسره وسیږي.

که څه هم له پاکستان سره د هر ډول همکاریو سند چې پر صداقت او رښتینوالۍ ولاړ وي، ښه کار دی او باید افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره نیکې او باوري اړیکې ولري، اما له پاکستان سره د همکاریو د سند لاسلیک کول څومره ګټور تمامیدای شي؟ ایا واقعاً دواړه هیوادونو له یو بل سره همکارۍ کوي؟ ایا د دې ډول سند لاسلیک ته د باور جوړونه شوې وه که څنګه؟

ځکه تر اوسه هم د افغانستان په ډیری ستونزو کې د پاکستان له لاسوهنو شکایتونه شته او لا هم په کابل کې پر پاکستان باور نه دی رامنځته شوی، بلکې پر دغه هیواد بې باوري تر پخوا څو برابره زیاته شوې ده، ځکه له یوې خوا یې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو له بلې خوا خوا په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی. همدا پرون د اروزګان او بدخشان دوه ولسوالیو سقوط وکړ او په همدې ډول په شاوخوا اته ویشتو ولایتونو کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی.

ایا اړینه نه وه چې د دغه سند د لاسلیک پر ځای دواړو هیوادونو لا اقل په یو شمیر برخو کې د باور جوړونې لپاره لازم اقدامات تر سره کړی وای او پر یو بل د تور پورې کولو لپاره یې پلمې پای ته رسولې وای؟!

دا سند په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې په وروستیو ورځو کې پاکستان د هند له لوري د افغانستان د خاورې د استفادې تور پورې کړی و او ویلي وو چې په دې برخه کې سندونه هم لري، اما د پاکستان دغه ادعا هم د افغانستان هم د هند له لوری په کلکه رد شوې وه او د افغانستان له لوري خو آن داسې وړاندیز وشو چې که چیرته پاکستان واقعاً په خپله دغې ادعا کې صادق وي، نو اسناد دې نړیوالو ته وړاندې کړي، ترڅو افغانستان په یادو برخو کې دهمکارۍ په کولو سره خپل صداقت معلوم کړي، چې د افغانستان خاوره کله هم د دوی پر ضد نه شي کاریدای.

 د پاکستان دغو تورونو افغان لوری سخت غمجن کړ او ډیری افغانانو پاکستان په دوه ګونې لوبه تورن کړی چې ګڼي یاد هیواد لا هم غواړي په دغه شان بې اساسه تورونو باندې خپل ناوړه اعمال چې د افغانستان پر وړاندې یې ترسره کړي او یا یې ترسره کوي، پټ کړي او د افغانانو او نړیوالو پام بلې خوا واړوي. له دغو تورونو او د پاکستان له بې اساسه تورنو داسې معلومیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ څه چې آن د دښمن فضا حاکمه ده او افغانستان له پاکستان څخه جدي شکایتونه او ګیلې لري چې باید پاکستان ورته ځواب ووايي او د افغانانو پر وړاندې له دوه ګونو لوبو لاس واخلي.

زما په باور که چیرته دواړو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان د افغانانو د باور د تر لاسه کولو لپاره د سند تر لاسلیک وړاندې یو څه کار کړی وای، دا به ښه کار وای، اما دا چې راځي او له افغانستان سره د پوره بې اعتمادۍ په فضا کې سند لاسلیکوي، دا په خپله یوه دوه ګونې لوبه ده چې دواړه لوری غواړي په مخامخ خبرو کې له حقایقو تېر او په هسې تشریفاتي مسایلو اتکا وکړي.

د عمران خان په همدې سفر کې باید افغان لوري د ګڼو ترهګریزو بریدونو اسناد د نوموړي په مخکې ايښي وای او ورڅخه یې غوښتي وای چې زموږ اسناد دغه دي چې تاسې زموږ په خاوره کې لاسوهنه کوئ؛ نو تاسې هم مهربانې وکړئ چې که زموږ د لاسوهنو په اړه کوم ډول اسناد لرې موږ ته راوسپارۍ، ترڅو د باور فضا او د تورونو د نه لګولو لپاره فرصت برابر شي، تر هغه وروسته چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د مداخلې سیاست بند شو، بیا که پاکستان د دوستۍ یو ګام اخلي افغانان دوه او درې ګامه اخلي، ځکه افغانان د پاکستان د دوستۍ په قدر او اهمیت پوهیږي، تر هغه وروسته به یې ورسره هر ډول سندونه چې د دواړه هیوادونو د اړیکو په پراختیا او ټینګښت کې یې مرسته کوله  لاسلیک کړي وو او په دې ډول به یې د دواړو هیوادونو د کلونو خصومتي سیاست ته د پای ټکی ایښي و او د یوه نوي فصل پیل به یې کړی و.

صفي الله ملاخیل

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق