د جمعې په ورځ له پاکستان سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. په دغه هوکړه کې د افغانستان سوله او امنیت د اصلي او اساسي مسایلو په توګه په کې راغلي دي. اما له پاکستان سره د هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته پر کابل د توغندیو باران وشو. د شنبې په ورځ د کابل ښار پر بیلابیلو سیمو شاوخوا څلورویشت توغندي و ویشتل شول، چې له امله یې اته بې ګناه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
افغانان ځکه له پاکستان سره د همکاریو د هوکړې مخالف وو چې پر پاکستان باور نه لري او یوازې هوکړې لاسلیکول مشکل نه شي حل کولی، پرون د پاکستان د بې باورۍ یو بل ثبوت هم ښکاره شو چې کله هم دغه هیواد له افغانستان سره رښتنی نه دی پاتې شوی او د یاد توافق څخه به هم یوازې پاکستان ګټه پورته کړي او د افغانستان لوری به یوازې قربانۍ ورکوي او ننداره به کوي، لکه پرون د کابل د وضعیت ننداره یې چې وکړه.
واقعیت دا دی چې له پاکستان سره د افغانستان مشکل لا هم پر خپل ځای دی او تشې هوکړې دا مشکل نه شي حل کولی. کله چې د عمران خان له سفر مخکې پاکستاني نظامیانو افغانستان تورن کړ چې هند یې له خاورې د پاکستان پر ضد ګټه اخلي، په همغې ورځ معلومه شوه چې پاکستان بیا هم لوبه کوي او نه غواړي چې د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او ستونزو ته رښتینې حل لار وموندل شي.
د افغانستان د حکومت ستونزه ده دا چې له پاکستان سره په ټولو مسایلو کې احساساتي وړاندې ځي، ځکه خو یې یو خل ستراتيژیک دوست وګني او کله هم ستراتيژیک دښمن. اما پاکستان له خپل اړخه ډېره دقیقه او سنجول شوې لوبه کوي او قدم په قدم افغان لوری مطالعه، تشې یې په نښه او د هغو پر اساس وړاندې ځي، ځکه خو په خپله لوبه کې کامیاب دی.
د افغانستان دولت ته په کار ده چې د پاکستان په اړه په معاملاتو کې له هر ډول احساساتي لوبو تېر شي او په ستراتيژي فکر سره وړاندې لاړ شي. د سولې په مسئله کې هم باید پر پاکستان دومره اتکا ونه کړي، چې پایله کې یې هر څه وبایلي، بلکې په حوصله او صبر له پاکستان سره لوبه وکړي، ترڅو هم افغانستان کې د سولې روان بهیر کامیاب شي او هم هغه څه چې پاکستان غواړي تر لاسه یې نه شي کړی.