د ژغورنې نړیواله ډله وایي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره فشارونه ډېر کړي. د ژغورنې نړیوالې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې نړیوالو مرستو ته د اړو کسانو شمېره تر بل هر وخت ډېره شوې ده. دغه ډله ټینګار کوي چې نړیوال باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره خپل فشارونه ډېر کړي.
د سرچینې په خبره ښکېل لوري دې ژر تر ژره سوله وکړي، څو په افغانستان کې له یوې خوا روانه خونړۍ جګړه ختمه شي او له بلې خوا په افغانستان کې رامنځ ته شوی اقتصادي او ټولنیز ناورین پای ته ورسېږي. د ژغورنې نړیوالې ډلې د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو غږ کړی چې سوله یې باید لومړیتوب وي، پر دواړو لورو دې فشار راولي څو سولې ته تیار شي او همدا راز دې په بشري برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.