خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

کنفرانس دایریدل؛ولسمشر غني: یو مستقل او حاکمیت لرونکی افغانستان د ټولو په ګټه دی

نړیوالو همکارانو په دې کنفرانس کې د سولې په پروسه کې د ښځو پر ګډون او د بشري حقونو پر ساتلو ټینګار وشو

د افغانستان په اړه د جنیوا دوه ورځنی کنفرانس چې د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ بنسټونو د استازو په کې ګډون کړی ـ پرون دوشنبه پیل شو او نن سې شنبه به هم ادامه ولري.  

 ولسمشر محمد اشرف غني چې دغه کنفرانس ته په انلاین ډول کولې، وویل چې خپلواک او حاکمیت لرونکی افغانستان د ټولو په ګټه دی او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی چې افغانان ترې ځوریږي، د منلو وړ نه دی.

ولسمشر اشرف غني ظاهراً طالبانو ته په خطاب کې وايي چې د سولې فرصت کم دی او باید ترې استفاده وشي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې ټینګښت او د تروریستي شبکو ضد مبارزه کې د افغان حکومت مرسته وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه: «افغانستان یو مستقل او بشپړ حاکمیت لرونکی افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی چې افغانان ترې ځوریږي نور د تحمل وړ نه دی، د سولې فرصت ډېر کم دی، لطفاً ترې ګټه واخلئ، له نړیوالې ټولنې غواړم چې د سولې او ثبات د ټینګښت او د تروریستي شبکو په له منځه وړلو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

دغه کنفرانس چې د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په وینا پرانیستل شو، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سربیره، لومړۍ مېرمنې رولا غني، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، دوحه کې د سولې لپاره د افغان دولت د پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کمشنرې مېشېل باچلیټ ویناوې وکړې.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې خپله وینا کې ټېنګار وکړ چې په سیاسي بهیر کې دې د افغان مېرمنو ګډون تضمین کړل شي. مېرمن غني له طالبانو وغوښتل چې د ښځو ګډون ته درناوی ولري. نوموړې وویل طالبانو د خپلو ژمنو پر خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د دې په وینا په کار ده چې نړیواله ټولنه طالبان سولې ته وهڅوي.

دې برخه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې، د سویډن د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د آسیا، منځني ختیځ او لاتیني امریکا په چارو کې د ډنمارک د بهرنیو چارو مرستیال خپلو ویناوو کې په ټولو برخو کې د ښځو پر ګډون، د ښځو او بشري حقونو پر ساتنه ټېنګار وکړ.

دې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر وویل چې د تلپاتې سولې د ټېنګښت لپاره له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانانو ترڅنګ ودریږي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بشري حقونه په تېره د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کړل شي.

تمه ده چې دې کانفرانس کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستو اعلان وکړي. افغانستان، فنلنډ او ملګري ملتونه د دې کانفرانس ګډه مشري کوي. د افغانستان د مالیې او بهرنیو چارو وزیران دې غونډه کې د ګډون لپاره ورغلي دي.

د کورونا وېروس د وبا له امله د غونډې ډېر ګډونوال د ویډیو کانفرانس له لارې برخه لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني به هم د ویډیو کانفرانس له لارې وینا وکړي. افغان دولت تمه لري دې غونډه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له مخې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مالي او سیاسي ژمنتیاوې تازه او ورته دوام ورکړي.

وسله والو طالبانو هم د دې غونډې هر کلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانستان سره مرستې له دوی سره په همغږۍ وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق