خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو اعلانیدل

ځینو هیوادونو مرستې د یوه کال لپاره اعلان کړې، که افغان حکومت اصلاحات راولي، نو مرستې به دوام ومومي

نړیوالو مرسته کوونکو د جنیوا کنفرانس په دوهمه ورځ له افغانستان سره میلیاردونه ډالره مرسته اعلان کړه، خو یو شمیر هیوادونو خپله مرسته مشروطه کړې ده چې که د افغانستان د حکومت له لوري اصلاحات عملي شي، نو دوام به ورکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمیروز خان مسجدي پرون سې شنبه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره شپږ میلیارده ډالره مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي ویلي چې د غونډې بله برخه کې به نور مهم هېوادونه او بنسټونه لکه امریکا، سعودي عرب او نړیوال بانک له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

ځینې هېوادونو خپلې مرستې د یو کال لپاره اعلان کړي، خو په راتلونکې کې به دوی د افغانستان د مالیې وزارت د مرستیال عبد الحبیب ځدراڼ بي بي سي ته ویلي نړۍ دا ځل پرمختګونو ته ګوري او که پرمختګ وي، نو دوی به هم خپلې مرستې زیاتوي او تر څلورو کلونو به دوام کوي.

تر اوسه تر ټولو ډېره مرسته هند اعلان کړې چې درې ملیارده ډالره ده . افغان چارواکي وايی هند په کابل کې د شاتوت بند جوړولو ژمنه هم تازه کړه. دغه راز اروپايي ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱.۲ ملیارده یورو مرسته اعلان کړه خو استازي یې ټېنګار وکړ چې دا مرستې به ولسواکۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، او جنسیتي برابرۍ ته د ژمنتیا په موجودیت کې کیږي.

استرالیا د ۲۰۰ ملیونه ډالرو، ناروې د ۱۷ ملیونه ډالرو، جاپان د ۱۸۰ ملیونه، ډنمارک د ۶۴ ملیونه ډالرو، هالنډ د ۲۰۰ ملیونه یورو، کاناډا د ۲۰۰ ملیونه ډالرو او برېتانیا د ۱۵۵ ملیونه پونډو مرستې اعلان وکړ. دغه راز ایټالیا افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ۳۵ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

په جنیوا کې د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس پر دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې پر سوله او اوربند خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش دې غونډې په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټېنګار وکړ. ښاغلي ګوتېرېش د سولې، بشري حقونو، او د ښځو پر حقونو ټېنګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید سمدستي د بشرپالنې له مخې افغانستان کې اوربند وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ویدیو کنفرانس له لارې یې دې غونډې ته وینا کوله وویل چې داسې سوله غواړي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو ارزښتونو سره برابره وي. غني وویل د راتلونکي لپاره د افغان دولت ستراتیژي پر سوله، دولت جوړونې او بازار موندې متمرکزه ده.

افغان ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د نوي کمیسیون رامنځته کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی او له اداري فساد سره د مبارزې د اوسنۍ ستراتیژۍ له دوه معیارونو پرته نور ټول عملي شوي دي او پاتې دوه د تطبیق په حال کې دي.

په جنیوا کې د افغانستان په اړه غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل روسیه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنه ده چې کېدای شي دا امنیتي ستونزې منځنۍ اسیا ته هم ورسیږي. نوموړي زیاته کړه هېواد یې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې هر کلی کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له مرکچي پلاوو وغوښتل چې ژر یوې هوکړې ته ورسیږي. نوموړي د سولې برخه کې د روسیې پر ژمنتیا ټېنګار وکړ.

غونډې ته وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر بریالی شي او افغانستان کې سوله ټېنګه شي. نوموړي وویل پاکستان افغانستان کې د سولې او د امنیت ټېنګښت لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل افغانستان کې د جګړې دوام یو ناورین دی او ټېنګار یې وکړ چې بهرني ځواکونه باید په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي. ښاغلي ظریف ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه باید په افغان سوله کې اصلي رول ولوبوي او ایران چمتو دی چې دې برخه کې مرسته وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق