خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د کابل ککړه هوا او د ښاریانو مسوولیت!

د ژمي فصل په رارسیدو سره د کابل هوا هم سړیږي، چې له امله یې ښاریان مجبوریږي چې خپل کورونه تاوده وساتي، ترڅو د ژمي شپې ورځې یې په ارامه تېرې شي؛ خو په وروستیو کلونو کې د ژمي په موسم کې د کابل هوا خورا زیاته ککړه کیږي، چې آن انسانان په کې ساه هم نه شي اخیستلی.

د هوا ککړتیا د کابل ښار د یوه اساسي مشکل په توګه اوس دولت او ښاریانو لپاره ستره ننګونه جوړه شوې ده. پروسږ کال حکومت د ځینو لوړ پوړیزو ودانیو د مرکز ګرمۍ سیستم چې په کې له ډبرو سکرو کار اخیستل کیده او د کابل ښار د هوا څلویښت فیصده ککړتیا په دوی پورې اړوندیده، ور بند کړل او ځینې یې جریمه هم کړل؛ اما سږ کال بیا هم د کابل د هوا ککړتیا مخ په زیاتیدو ده او ښاریان بیا هم اندېښمن دي، که د دې ښار اوسیدونکي د چاپیریال ساتنې مسایلو ته متوجه نه شي ـ چې یقیني ده چې نه متوجه کیږي ـ نو د کابل ښار وضعیت به ترمخکینو کلونو خورا بد او خراب شي او خلک به په دې ښار کې تنفس هم ونه شي کړای او د لسګونه زره کسانو د ناروغیدو او زرګونه کسانو د وژل کیدو سبب به شي.

خو د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د خلکو مسوولیت څه دی؟ ایا یوازې دولت باید مسوولیت پذیر وي که خلک هم همکاري کولی شي او د وضعیت په بدلیدو کې اساسي رول لوبولی شي؟! زموږ په باور د کابل د ښار د هوا د ککړتیا اصلي لاملین همدغه خلک دي چې په دې ښار کې اوسیږي، خو د ښار د چاپیر په اړه لږ شان فکر هم نه لري.

که څه هم د کابل ښار د چاپیر د پاکولو مسوولیت ښاروالۍ ته ورګرځي، خو که چیرته خلک لږ شان ښار فرهنګ مراعت کړي او په لارو او کوڅو کې خپل کثافات وانه چوي او په همدې ډول د کورونو په تودولو کې له ټایرونو، ډبرو سکرو، پلاستیکو او نورو دود رامنځته کوونکو موادو څخه استفاده ونه کړي، د کابل د هوا او چاپیریال وضعیت پنځه نوي سلنه تغییر کوي، چې په هغه صورت کې به کابل د ټولو خلکو لپاره د اوسیدو مناسب ښار وي او خلک به یې په ګڼو ناعلاجه نارو غیو نه اخته کیږي او ښاریان به د بدې هوا له امله نه مړه کیږي؛ ځکه نو د دې ترڅنګ چې دولت د کابل ښار د هوا او چاپیر د پاک ساتلو مسوولیت منلو ته رابولو، په همدې ډول پر کابل ښاریانو غږ کوو چې په دې برخه کې ښاري او انساني فرهنګ مراعت او له خپل ځان او خپلو خلکو سره مرسته وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق