خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

نیمايي افغانان له روانو جګړو اغېزمن دي

د سره سلیب نړویاله کمېټه: ۱۷ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې مېشت دي چې وسله‌والې نښتې په کې روانې دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان د ملکیانو لپاره ګواښوونکی هېواد دی. د سره صلیب نړیواله کمېټه اندېښنه ښيي، چې د افغانستان نیمایي نفوس له جګړو اغېزمن دي. دغه کمېټه وايي، چې ۱۷ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې مېشت دي چې وسله والې نښتې په کې روانې دي. دغه کمېټه افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ ګواښونکی سیمه یادوي.

بله‌خوا د دغې کمېټې عمومي مشر رابرت ماردیني له بي بي سي سره په مرکه کې د سولې په خبرو کې د جګړې د کمېدو غوښتنه کړې ده. هغه زياتوي: «نن په افغانستان کې د سولې بهیر روان دی، خو په ورته وخت کې موږ د جګړو د شدت شاهدان یو، د ډېرو ملکیانو د مرګ ژوبلې شاهدان یو، ډېری ټپیان هغو روغتونونو ته انتقالېږي چې حتا دوی ورته چمتوالی نه لري.»

نوموړي دغه راز د بندیانو د تبادلې، د جګړو له امله د ټپیانو لپاره د اسانتیاوو د زمینې برابرولو او روغتیایي مرکزونو پر ساتنې ټینګار وکړ.

 دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) تېره اوونۍ په خپل یوه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۰م کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳،۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان هم په دغه هېواد د ملکیانو پر مرګ ژوبله اندېښنې ښودلي او ټينګار یې کړی د جګړې ښکېلې خواووې دې د جګړو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مشرې پاتریشا ګاسمن ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې اړتیا ده د مذاکرو ښکېل اړخونه د ملکیانو خوندیتوب او د نامشروع حملو بندول، خپل لومړیتوب وټاکي.

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو خبرې د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې روانې دي، خو تر دې دمه یې نه یوازې ښکاره پایله نه ده ورکړې بلکې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورسره جنګ جګړو نور هم زور اخیستی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق