خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

د افغانستان حکومت وايي ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو، د وضعیت په درک کولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او په دې اړه خپل غږ یې په متحدانه ډول اوچت کړی دی. د حج او اوقافو وزارت وايي، دغو هېوادونو او سازمانونو له وزارت سره په تفاهم دا دریځ خپل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته ویلي: «وزیر صاحب او نورو همکارانو په خپلو اعلامیو او ویناوو کې د روانې جګړې په اړه خپل دریځ بیان کړی دی. دا نور هېوادونه چې دا جګړه ناروا بولي، دا هم د وزارت هڅې وې چې د نورو هېوادونو له عالمانو سره‌یې د افغانستان حالات درک کړی او هغوی ته‌یې د دې حالت په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.»

په نایجر کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی کنفرانس د شنبې په ورځ پای ته ورسېد چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر زیانونو هم په‌کې بحث وشو. د سولې او پراختیا لپاره د ترورېزم پر ضد د یووالي په نوم دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ګډون کړی و.

ښاغلي اتمر دغه کنفرانس ته وویل: «له ترورېزم سره د مقابلې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې افغانستان ته سوله راولو او د هغو بهرنیو وسله‌والو پر ضد مبارزه وکړو چې په دې سیمه کې خوندي ځالې لري. په دې کې د اسلامي همکاریو سازمان مهم رول لوبولی شي او باید لاسونه سره ورکړو او د افغانستان د سولې د پروسې ننګه وکړو او په اسلامي هیوادونو کې اسلامي دیني عالمان وهڅوو چې افغانستان کې تاوتریخوالی وغندي او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.»

تر دې مخکې ګڼو هېوادونو، سازمانونو او دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروعیت څرګندونې کړې وې. د فلسطین د دیني عالمانو د ټولنې مشر او د القدس جومات امام دوکتور الشېخ عکرمه صبري تېره پنجشنبه په یوه وېډيويي پیغام کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله. هغه غوښتنه کړې وه، هغه ډلې چې په افغانستان کې خلک وژني، باید خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د لړم میاشتې پر څلورمه د بنګله‌دېش دیني عالمانو او مفتیانو هم په پلازمېنه ډاکه کې د یوه کنفرانس پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه. د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ بیا د لړم پر ۱۱مه په یوه رسمي لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه د شریعت خلاف بللې وه. بله‌خوا د کوېټ ځینو دیني عالمانو د لړم/عقرب پر ۲۸مه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویې‌ویل، دا جګړه شرعي جواز نه‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.

وسله‌والو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نه‌دي بندې کړي. ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي د دغو بیانونو په غبرګون کې پرون ازادي راډیو ته ویلي، د دوی روانه جګړه د خپل حق د غوښتلو مشروع مبارزه ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق