ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او استاد سیاف د مصالحې عالي شورا د جوړیدو پر څرنګوالي خبرې کړي دي
ولسمشر غني د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله او جهادي مشر استاد سیاف سره کتلي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې د سولې پروسې او د ملي مصالحې عالي شورا د جوړښت پر څرنګوالي او د لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه پام وړ مثبت بحثونه شوي دي.
تر دې مخکې وړمه ورځ هم ولسمشر غني د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي و. د ولسمشر ویاند صدیق صديقي وايي، په دغه کتنه کې عبدالله ترکيې ته د خپل وروستي سفر په تړاو ولسمشر ته مالومات وړاندې کړل. صديقي زياتوي، په دغه کتنه کې دغه راز دواړو لورو په دوحه کې د سولې پر روانو خبرو او د مصالحې عالي شورا د راتلونکې جوړېدونکې غونډې پر چمتوالي هم خبرې وکړې.
دا کتنې په داسې حال کې کیږي، چې په وروستیو کې اروپايي ټولنې او د افغانستان نړیوالو همکارانو د ملي مصالحې عالي شورا پر جوړیدو ټینګار کړی او دغه کار یې د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته کوونکی بللی. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي ارګ د مصالحې عالي شورا له جوړیدو سره علاقمندي نه ښيي او هڅه کوي چې هم د سولې پروسه او د مصالحې عالي شورا کړنې په انحصار کې ونیسي.