خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

غزني او زابل کې موټربم بریدونه؛ ۳۰ کسان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د یکشنبې په ګهیځ (قوس/لیندۍ په نهمه) شاوخوا اوه نیمې بجې د غزني ده یک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لار موټربم برید شوی. د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته ویلي، د برید له ځایه تر اوسه روغتون ته ۳۰ مړي او ۲۸ ټپیان وروړل شوي، چې ټول پوځيان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غزني کې د امنيتي ځواکونو یوې اډې ته نږدې یوه ځانمرګي بریدګر لس پوځیان وژلي او اوه نور ټپیان دي. دفاع وزارت وايي، ځانمرګي غوښتل دغې اډې ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو برید پرې وکړ او هغه پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول. د غزني ولایت پولیسو هم ویلي، په دې ولایت کې د ملي اردو پر یوه کنډک موټربم برید شوی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي، برید د غزني ښار اړوند درېیمې حوزې کلای جوز سیمه کې د ملي اردو پر کنډک شوی. نوموړی وايي، مرګ ژوبله شته، خو دقیق معلومات لا تر اوسه نه لري. د عامه نظم پولیسو دا کنډک په وروستیو کې ملي اردو ته سپارل شوی و.

دفاع وزارت وايي، بریدګر اډې ته تر ننوتلو مخکې پېژندل شوی او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې چوولي دي. غزني کې د بي بي سي خبریال محمد پاکنیا وايي، برید د هاموې پوځي ګاډي په مټ شوی دی. د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

ده یک د غزني له ناامنه ولسوالیو ده، چې نږدې یو کال مخکې افغان ځواکونو ددې ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیو، خو طالبان یې په ډېری برخو کې فعال دي. بله‌خوا، د غزني په ګاونډ زابل ولایت کې چارواکي وايي، د زابل د ولايتي شورا پر مشر عطا جان حق بیان موټربم برید شوی، چې د زابل د امنیه قوماندان حکمت الله کوچي په وینا، یو کس په کې وژل شوی او شل نور ټپیان دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، برید نن سهار داسې مهال شوی، چې ښاغلی حق بیان له کوره دفتر ته روان و. دی وايي په دې برید کې ښاغلی حق بیان، دوه یې ساتونکي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي. سیال وايي، چاودنې خلکو ته مالي زیانونه هم رسولي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې ورځې د شپږ نیمو بجو غونډې رپوټ کې ویلي، تېره ورځ کابل کې دوه ترهګریزې او درې جرمي پېښې شوې وې. دی وايي، په خیرخانه کې د قاضیانو پر موټر برید او د ولسي جرګې د وکیل فکوري بهشتي پر موټر بریدونه شوي وو.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق